Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-01-21  م  خپرندوی : ( خالد هادي حيدري) چا پي بڼه

محمد ګل ګل

دارغند دڅپو ژبه ( دوهم ) :
محمد ګل ګل د محمد رفيق زوى په 1977م/ 1356ل كال د پښين په فيض اباد كې زوكړى دى او اوس هم په خپل پخواني كلي كې استوګن دى. تر پنځم ټولګي پورې يې زده كړه كړې او اوس په خپلو ورځنيو چارو بوخت دى.
له 1361ل كال راهيسې يې ادبي نړۍ ته مخه كړې، تر اوسه په شعر ليكلو نه دى بسيا شوى. ځكه ده د شعر هغه مسووليت، اغېز، مقام او ځانګړتيا درك كړې، چې ورباندې محدود دي. ”دا يوازې شاعران دي، چې په ژوند كې يو بېل عصر رامنځته كوي، دا كار د پوهانو له وسه وتلى دى. ځكه پوهان د خپل فكر په دايره كې يوازې د ژوند سطحه مطالعه كوي او د ژوند ژورو او هستې ته نه شي رسېدى. نو ځكه خو دغسې هستې ته رسېدل د شاعر كار دى. دا هم شاعر دى چې په هره موضوع او پېښه كې ژوره څېړنه كوي او د دې ترڅنګ دا شعار هم زمزمه كوي چې: راشئ له خلكو سره مرسته وكړو“.
شاعر د خپل ټول ولس غږ د ټولو طبقو انسانانو ته رسوي.
محمد ګل ګل هم يو داسې شاعر دى، چې په خوله خوږ او په زړه كوږ خلك غندي او موږ ته يې راپېژني. د خپل ولس يووالى غواړي او د ټولو انسانانو حسرت او تاثر ته هم ژوره كتنه كوي. ځكه شاعر خو په طبيعت پورې اړوند موجود دى او كه په طبيعت كې د بلې نړۍ سندرې راغبرګې كړي، نو ايا د هغه چاپېريال خلك به ورڅخه خوند واخلي؟ او يا هم د كوم دردېدلي انسان درد به دوا كړي؟
نو كله چې د شعر او ولس ترمنځ پوله راوكښل شوه، بيا دا پوښتنه هم راولاړېږي، چې د شعر دنده څه ده؟
ګل لا د نورو شعري پسرليو لارې څاري. ډېره هيله شته، چې راروان شعرونه به يې تر دې هم ښكلي او د ولس د ټولو طبقو انسانانو د زړونو اواز وي.

بېوفا
دلته هېڅ مينه او وفا نه وينم
رښتيا په خلكو كې رښتيا نه وينم
هر سړى وينم تر مطلبه يار وي
ولې په نن پسې سبا نه وينم
دا شپه شوه تېره په بسر كې وم ويښ
چې نن د خلكو ښه خندا نه وينم
راشئ له خلكو سره مرسته وكړو
بيا به يتيم خوار په ژړا نه وينم
زه محمد ګل د هغه ګل انتظار
په ژوند كې زه بله سودا نه وينم.

پوښتنه
تا پېغور د مينې ولې راته جوړ كړ
بيا دې بل راته د عشق په لمبو اور كړ
زما زړګى تا ته در كړى په وفا و
تا ناترسه وران زما د مينې كور كړ
څه خاموشه خاموشي شوه هرې خوا ته
يار ناترس په رقيبانو مخ راتور كړ
ما ويل چې ستا يادونه به مې هېر شي
تا فراق په ما غريب لا يو څو نور كړ
خوشحالي يې په غم مه كړې وربدله
په هوس يې ورپه غاړه كيس تور كړ
محمد ګله! زړګى كلك كړه لكه كاڼى
پروا نه شته كه رقيب څه شر او شور كړ.

موږ او خلك
پښتنو! نن مې يووالى ضرورت دى
راسره كه د قام غم په حقيقت دى
خلك لاړ بالار وختل سپوږمۍ ته
زما تر اوسه لا پر تا باندې بد نيت دى
تا د كور په ورانېدو به زه خپه واى
لر و بر اى پښتنو! يو مې عزت دى
بس راځئ چې لاس په لاس شو وعده وكړو
د پښتون خو له پښتون سره محبت دى
څنګه پاته پټه خوله شم په دې حال كې
د پښتون نو كله داسې روايت دى
محمدګله! نصيحت و ځان ته وكړه
ګله! دغه ژوند رښتيا هم امانت دى.

صالح محمد صالح   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005