يا له دوی نه کمال واخلې او يا ماته را کمال کړی
خدايه ما ددی په څير کړه او يا دوی زما په حال کړی
چی وزر د پرواز وکړي چی اسمان لره ورخيږي
چی پرموږ وروي کاڼي د هغوی کبر زوال کړی
چی په ځمکه نه ځاييږي چی يی سر اسمان ته رسي
چی په غيږه سره ورشو هازما پښو کی پايمال کړی
چی لښکر د لروبر وي چی په سر کی يی روان وي
لويه خدايه لويه خدايه بېرته بيا ژوندی ابدال کړی
چی کاږه پګړۍ په سر وي چی بمبل توره په لاس وي
چی د ننګ ترانې وايي موږ ته بيا را يو خوشال کړی
دسلام په وړاندی کولو که د خپريدو وړ وي هيله ده هيواوالو ته يی وړاندی کړی
په خوستواله مينه غنی الرحمان "دل وفا"