موږ چې د چا لارې څارلې هغه يار را نه غى
دا شپې او ورځې تيريدلې خو دلدار را نه غى
ستمگرانو د وخت ډير کړل بنديوان د خاورو
څوک د بچو په هيله ناست وه ،د چا پلار را نه غى
د کومې ورځې چې زاغانو دلته کډه راوړه
بيا د خوښې سپرلى زموږ په ښکلي ښار را نه غى
سپيرې سيلۍ د هيواد ښه ډير زيات ځپلي يو موږ
موږ ويل ځه بهار به راشي ،خو بهار را نه غى
ښکلو خو خپل د غزل ناوې په فيشن جوړه کړه
ستا د غزل د ناوې رنگ کې ،خو سينگار را نه غى
ستا د رنځور زړگي رنځور زخم نور هم ناسور شو
صديقي ستا رنځور ناسور، زړه ته قرار را نه غى