Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2008-06-27  م  خپرندوی : میلمه چا پي بڼه

غزل

داود صديقي       ننگرهار

موږ چې د چا لارې څارلې هغه يار را نه غى
دا شپې او ورځې تيريدلې خو دلدار را نه غى

ستمگرانو د وخت ډير کړل بنديوان د خاورو
څوک د بچو په هيله ناست وه ،د چا پلار را نه غى
 
د کومې ورځې چې زاغانو دلته کډه راوړه
بيا د خوښې سپرلى زموږ په ښکلي ښار را نه غى

سپيرې سيلۍ د هيواد ښه ډير زيات ځپلي يو موږ
موږ ويل ځه بهار به راشي ،خو بهار را نه غى

ښکلو خو خپل د غزل ناوې په فيشن جوړه کړه
ستا د غزل د ناوې رنگ کې ،خو سينگار را نه غى
 
ستا د رنځور زړگي رنځور زخم نور هم ناسور شو
صديقي ستا رنځور ناسور، زړه ته قرار را نه غى

داود صديقي   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005