نن بيا مي دي ډيري ته خوږ زګيروي راوړي دي
دا ټپ خو مي خپل نه وو چا پردي راوړي دي
يوه لمنه او ښکي دي را ځۍ برخه مو واخلي
څوک لپه را ته نيسي چا منګې را وړي دي
د چا دلته کو کاري او څو مو دلته ژاړ ي
د چيغو هديرو ته يي لالي راوړ ي دي
کفاره د کوم ګناه ده دا تيره چاړه د چا ده
او دا ژوندي ټبر ته چا منګې راوړي دي
نفاق او بدبيني ده چي هر لوري ته خواري ده
دي لر او بر کاله ته چا غمګې را وړي دي
خليق ملامت نه دي چي د اوښکو نظم ليکي
و څيري ګريوانه ته يي چا سپڼسې را وړي دي
شاعر صد يق الله (خليق)
راليږنه احمد جاويد((تنوير))