Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-01-21  م  خپرندوی : ( خالد هادي حيدري) چا پي بڼه

محمد ګل ګلبويدار

دارغنددڅپو ژبه ( دوهم ) :
ارواښاد محمد ګل ګلبويدار د ارواښاد عبدالقادر زوى په 1299ل كال په كندهار كې زېږېدلى دى. خپلې زده كړې يې تر ماسټرۍ ميټرالوژۍ پورې رسولې وې. د كندهار دغه محبوب شاعر څه موده په ځينو دولتي ادارو كې هم دندې ترسره كړي، خو تر هغه وروسته يې د خلوت او يوازېتوب غېږې ته پناه يووړه او له خلكو څخه يې ليرېوالى غوره كړ، چې همدغه رياضت او يوازېتوب ورته د عرفان لويې او بركتي دروازې پرانيستلې.
كله چې سرو لښكرو پر ګران هېواد يرغل وكړ، نو ښاغلي ګلبويدار هم د خپلو نورو هېوادوالو په څېر د هجرت لار خپله كړه او پاكستان ته كډه شو، چې تر مړينې پورې هملته استوګن و.
نوموړي د كوټې په سرانانو كمپ كې يوه خاورينه جونګړه لرله، چې هورې يې د دروېشۍ او فقيرۍ شپې سبا كولې. په دغه وخت كې يې هم شاعري له ياده نه وه ايستلې، بلكې له دغه ظريف هنر سره يې خپله مينه پالله. د شعر ډېرې بېلګې او ټولګې يې له شاګردانو او عقيدتمندانو سره خوندي دي. خو له بده مرغه نه يې هغوى د خپرولو تكل كوي، نه يې هم يو بيت پر بل چا پېرزو كېږي. له دې كبله وېره په كار ده چې دغه شعرونه له منځه لاړ نه شي، د دغو شعرونو راټولولو ته هم يو څه هڅه په كار ده، چې څوك يې له دغو كسانو راټول او ولس ته يې وړاندې كړي.
ګلبويدار يو تجربه كار او سابقه دار شاعر و، چې د ژوند ډېوه يې په 1380ل كال ووژل شوه او نوموړى په همغه مهاجرت كې له دغې نړۍ څخه سترګې پټې كړې.


څلوريزې
د يار خوله كه د صدفو پيمانه ده
د رحمت څاڅكي په كې دي، نازدانه ده
د سرو شونډو ياقوتي، قلفان په پورې
ګلبويدار پټه خوله پټه خزانه ده

  
مور په شيدو كې دي وركړي د مينې شراب
ځكه زر جامه طلايي كاندي و يار ته خراب
چې ګلبويدار رسا دماغ په ګلشن كې سهار
خندان لبانو وربخښلى غوړېدلى ګلاب

  
د جهان پاچايان غواړي له وطن څخه خراج
د مالك په داد اباد دي په سترخوان يې ټول محتاج
په جامو كې د سرو لالو د كوثر شربت چې خوند كړي
ګلبويداره! بركت، نور و نعمت دى د معراج.

  
د ګل په خار صابر بلبل وايي سپاس هر سبا
شاكر مجنون دى منتباره حقشناس د ليلا
د زېر خاك جوهرشناس غم د لالونو ساتي
زړه دې پاچا دى ګلبويدار! پټ په لباس د ګدا

صالح محمد صالح   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005