غزل
چې ستا لېـــــــدو ته درروان شي سړى
په خداى له سره بيرته ځوان شي سړى
دخپل وجود ســـــايه يي هم ورکه شي
دلـــته چې کار نه کوي وران شي سړى
کله راګرزي له خـــــــــــــــولې تللي ناڼي
په بد ګفتار څنګه پښــيمان شي سړى
مات لاس ضرور درومي د غاړي پرلور
دکور پر غـــــــــــــړو ورتا وان شي سړى
ډيره اغـــــــــــــــيز کوي تشويق پرکشر
په تش خـــــــــــــــبرو پهلوان شي سړى
بازيده! حــــــــد دسړيتوب په کار دې
څه که مفلس که قوماندان شي سړى
عبدالوهاب بازيد
١٣-٢-١٣٨٧