غزل
خلــــــــــك جل وهلي دي او ته لــكه باران
خــداى نه به دي غواړو په لمانځه لكه باران
ګورْْې به دا دښـــــتي به هم ګل شي يوه ورځ
رابه شي يـو څــــــوك لـكه اوبه لــــكه باران
ته چـې مي په سـترګو كي ځــــلېـږې لكه لـمر
زه بـه دي هم اورمـه په زړه لــــــــــكه باران
كــله سره لمـــــــــبه شـي رڼوي د كـلي لاري
كله جانا ن اوري پاس پـه غره لــــــكه باران
لري بـه د ښـكلوله اوربل نه كــــــــړمــه ګرد
دا ځـلي به وينځـمه هـر څه لـــــــــكه بـاران
خداى خبركه چرته درپه زړه هـــــم شـم سـبا
رابه شــــــمه تير به شــــــــمه زه لــكه باران
يوه غـــــــــېږه ګلونه او ســپر لي ؤ ورپســې
ټوله شپه مي خوب كي څوك ليده لكه باران
ځاځى