غزل
ځانــــــــــته كتاب او مدرسې خوښوي
ماته ټوپك ماته جــــــــــــګړې خوښوي
ماته واى ګــرزه د جمــــــــعي تر وررځي
خپله دې هره شپه مـيلي خـــــــــوښوي
ماته واى ونه خـــــــــورې زكــات د ملا
ځانته په كور كي خزانې خـــــــــوښوي
جهـاد پر ما خــــــــــيرات به زه وركوم
دى دي ګوښه خـــــٰپلي تسپې خـوښوي
ماته واى حوري او غلمــــــــــان وګټه
خپله ددې دنيا ښا يستې خــــــــوښوي
ځانته په سيوري كي كټــــــــان دروي
ماته كولنګ ماته بيلچې خوښــــــوي
ستا د بچو نوي جـــــــامي په تن كي
زما بچـــــــيانو ته زړې خــــوښوي
ماته واى مه كوه اصــــراف ښه نه دې
خپله ښوروا سره مســـــتې خوښوي
ته واى كتـــــاب واي نشـــه حرامه
ولي زكات يې د شرې خوښــــــوي
خپله يوبل پسي كتاب خــــــلاصوې
حيران ته تش الف او بې خوښـــوي
(حيران)