رنګارنګ خـــوبـــونه ویــنم تعـــبیرونه رانه غـــــواړي
توره شـپه پراســــمان راسي سهارونه رانه غـــــــواړي
ښامارڅــــه ،چـي ښاماران مي نن پرکلي میلمانه دي
دچــــنارغـاړه کــــــي تــاودي ګــــدرونه رانه غـــــواړي
پــرجونګړه مــي اور بل دی ،دبلاووخـــــرخــــښې دي
شاپېـــرۍ سوې به چـــــیغاروتاوانـونـه رانه غــــواړي
که یې سرزماپــــه کاردی ، پــــه مـــیړانــــه ورکومــــــه
ننګ ناموس ته مي داغله دي وجدانونه رانه غواړي
مشالونـــــــه پـــه ســرووینوبلــوم ،جنګ لـــــه ورځــمه
ایوبــــي تــــــوره پـــه لاس کي ګـذارونه رانه غــــواړي
شیطــــــانان په ډلـــــوډلــــوشاوخــــواراتـــه دېــــره دي
دممـــبرســرته به خـیږم آذانــــــــونـــــه رانـــه غـــــــواړي
یـــــم (نعـــــــیم) قلــــم په لاس کـــي دوطن غمونه کاږم
داچــــــــي نوې شاعــــــري ده غزلـــــــونه رانه غــــواړي
Naeem_afghan2002@yahoo.com