Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-01-21  م  خپرندوی : ( خالد هادي حيدري) چا پي بڼه

محمد مرتضى مايل

دارغند دڅپو ژبه ( دوهم ) :
محمد مرتضى مايل د سيد محمد انور زوى په 1350ل/1971م كال د پښين په غرشينان نومي كلي كې زېږېدلى دى. خپلې زده كړې يې تر څوارلسم ټولګي پورې رسولې دي او اوس د يوه ښه ښوونكي په توګه خپله دنده ترسره كوي، د دې تر څنګ د پښتو ادبي ستوري نومې ټولنې غړى هم دى.
سره له دې چې د ښوونكي په توګه دنده ترسره كوي، خو بيا هم يو روحي سكون ورسره مل وي، هغه ته په دې چې دغه دنده ډېر لوى ارزښت لري او كه چېرې په ټولنه كې كوم ښوونكى او غوره لارښود نه وي، نو هغه ټولنه به څنګه وكړاى شي سالم او روڼاندى نسل ولري. خو د مايل بله نېكمرغي دا ده، چې تر ډېره حده خلكو ته نصيحت كوي او سمې لارې ته يې رابولي. خو داسې هم نه ده چې دى دغه نصيحت په وچو او ترخو الفاظو كوي، بلكې دى ډېره څه كوي، چې هنري ژبه وكاروي. شعر به يې خپل مقام او حيثيت خپلوي. دى هم په ادبي غونډو كې ګډون كوي، په دې توګه له نويو څېرو او مستعدو ځوانانو سره اشنايي موميز دغه راز په زياتو ناستو كې كره كتنې او پر ادبي توكو بحثونه هم كېږي، چې مايل غواړي، د هغوى په مرسته خپله ادبي تجربه زياته كړي، د مشرانو له غورو لارښوونو، مطالعې او علميت څخه ګټه واخلي.
د ده شعرونه د لرغونو شاعرانو په څېر د زلفو، سترګو، عمر او ژوند خبرې زياتې لري، چې دا يوه شعره بېلګه به يې ولولو:

امېل
چې يې مخ صفا په شان لكه د لمر دى
هغه وينم د هر چا د زړګي سر دى
دا يې تور زلفان پر مخ شانه شانه دي
كه پر سپين كاغذ څه ليك د عشق دفتر دى
چې هلال يې عكس غواړي له ابرو نه
حُسندار دى، درست جهان پرې منور دى
همه واړه كاينات يې طلبګار دى
مينه ناك دى، كه يې كړى څه منتر دى
چې يې عرش كړ د پښو فرش قدم لا بل ږدي
وايه ناز دى د اشنا كه زورور دى
د راتګ فرصت يې نه كېږي اغياره!
داسې نه دى چې له ما نه مرور دى
چې يې غاړې ته امېل د دلبر راوړ
اى مايله! دا عثمان دى، كه عمر دى.

صالح محمد صالح   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005