Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2008-07-29  م  خپرندوی : میلمه چا پي بڼه

غزل

څه به ژوندڅه یی مزه چې دلبر نه وي

لکه شپه هسې د وریځې قمر نه وي

           ***

موجودات د ځمکې څنګه به نمو کړي

چې روښانه ښکلې وړانګې د لمر نه وی

           ***

قتلمې که دې پخکړي وي بې مالګې

پری خوږ شوي به دهیچا ځيګر نه وی

          ***

چې ځای و نیوه په زړه کې یوی مينی

د عاشق په نورو ښکلو نظر نه وي

         ***

چې د زړه غوښې یی ویلی هجران نکړي

په وصال کې یې هیڅ نوع ثمر نه وي

        ***

زړه مې تور دی له دنیا له کارو باره

څو لیدلی مې اشنا په بصر نه وي

        ***

چې قوي وي غمازان په عاشقئ کې

نو په مینه کې به یې څنګه خطر نه وي

        ***

خوشحالي به د عاشق څنګه نصیب شی

په مدار چې د محبوب یې ګذر نه وي

       ***

هر مين چې د هجران په اور سوزېږی

په هغه باند ې عذاب د حشر نه وي

          ***

اشنا ته چې جدا له یاره ګرځې

د جنون به درکې ولې اثر نه وي

جانان   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005