Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-01-21  م  خپرندوی : ( خالد هادي حيدري) چا پي بڼه

محمد نسيم سبا

دراغند دڅپو ژبه ( دوهم ) :
محمد نسيم سبا د فيض الله جان زوى، په 1971م /1350ل كال د كوټې د سرانانو په ښوي كلي كې زېږېدلى دى او زده كړې يې هملته په كوټه كې بشپړې كړې دي.
دا مهال هم په خپل كلي كې استوګن دى او د معاملاتو د لارښوونې په يوه دفتر كې دنده ترسره كوي، د دې تر څنګ يې د ”پښتو ادبي غورځنګ“ د مشرتابه په مخكښۍ كې ستره ونډه لرلې ده. له ډېرو كلونو راهيسې شاعري هم كوي او نثر هم ليكي.
نسيم سبا، د كوټې هڅاند او مينه ناك شاعر او ليكوال دى، په ډېرو ادبي او فرهنګي ادارو كې يې هم دندې ترسره كړي او د ډېرو نورو شاعرانو او ليكوالو لاسنيوى يې كړى دى.
هر ليكوال يې د سترګو تور او هر شاعر يې د سترګو كسي دي. دى هڅه كوي چې په كوټه كې كېدونكو غونډو او ادبي سيمينارونو كې ګډون كوي او هيله لري چې له نورو نويو شارعانو سره هم اشنايي او بلدتيا پيدا كړي، ويې پالي او مينه ورسره وكړي.
دى هغه صادق او پاك زړى انسان دى، چې تر ډېره بريده يې شاعرانه انداز په خوى او خصلت يې اخښلى دى او په ظاهره ارام، خو په باطن كې څپاند ضمير لري، مينه او صداقت يې د ژوند مقصد دى. زياتو خلكو ته يې خير رسېدلى او ډېر لږ كسان ترې ازار شوي دي.
په نثرليكنه كې يو ځانګړى اسلوب تعقيبوي. دى هڅه كوي چې په خپله ليكنه كې يوه تلوسه ژوندۍ وساتي او په دې توګه د خپلې ليكنې خوند او هنر زيات كړي، كه چېرې يې خپل ليكدود د اردو ژبې له اغېزې وايست او د نويو او زړو پښتو كتابونو ژوره مطالعه او څېړنه يې روانه وساتله، نو اميد شته چې دى په دې برخه كې ښه قلم وچلوي او بيا په كوټه كې د خپل زيار او زحمت ثمره نورو جلوهلو او د ملي ژبې مينه والو ته ورسوي. په شاعرۍ كې د ساده روۍ پلوى دى، خو ځينې ځايونه ترې وزن مات غوندې شي او كله- كله په كې فكري تسلسل تت شي، كله- كله په شعر كې يو داستان پيلوي، خو منځ او پاى يې غوره پايله نه وركوي، كه چېرې يې دغه اړخونه تر زياتې پاملرنې لاندې راوستل، نو اميد شته چې شعر يې ټولمنلى او ښكلى شي. د دې ترڅنګ كه چېرې په خپل شعر كې د هنر تومنه زيات كړ، نو هيله شته، چې زيات پرمختګ په كې وكړي.

حيراني
تا راته ايښى دا يو سوال دى عجب
په ويرلړلى مې وصال دى عجب
توره تياره د تورې شپې خورېمي
كه يوازې ستا دا روڼ جمال دى عجب
په كږه خوله به چا ته څه وايمه
زې كړم خاموشه، دا كمال دى عجب
د تورو سپين دلته توپير كړي خلك
د نړۍ مخ ته دا زوال دى عجب
د سر د دغې كېږدۍ څيرې تراټې
دا مې له وخت د سر شال دى عجب
سبا راخېژي د اميد سباوون
موږ ته هغه رنګه امسال دى عجب.

د ليلا او د مجنون غوندې زړه ده
نوې نه ده، دا د ډېرو شپو كيسه ده
لږ د زړه په غوږو دا داستان ته غوږ شه
دغه عشق نه دى، سور اور دى، سره لمبه ده
كه د عشق په رواجو باندې خبر ياست
حقيقت كې راته جوړه سر بلوه ده
تكه توره ده په رنګ تورې يې سترګې
دا و ما ته تر مرمرو ښايسته ده
ښايسته پښتو مني په دې نړۍ كې
په رښتيا چې تر هرڅه راته خوږه ده
زه نسيم سبا په غزل كې څه بيان كړم
د جهان تر كيسو دا كيسه اوږده ده.

صالح محمدصالح   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005