Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-01-21  م  خپرندوی : ( خالد هادي حيدري) چا پي بڼه

محمد نسيم لاسټر

دارغند دڅپو ژبه ( دوهم ) :
محمد نسيم لاسټر د ښاغلي محمد نعيم زوى په 1355ل كال په كندهار كې زوكړى دى. زده كړې يې كړي او اوس په كراچۍ ښار كې استوګن دى، چې خپلې ورځنۍ چارې پرمخ بيايي. خو بيا يې هم خپله ژبه او د دې ژبې خدمت له ياده نه دى ايستلى، بلكې په دغه ښار كې يې هم شعر ليكل روان ساتلي دي او د نورو سيمو له فرهنګي اشخاصو سره يې هم څه ناڅه اړيكي ساتلي دي.
ښاغلى نعيم لاسټر د دردونو او كړاوونو ترجمان شاعر دى، وايي: ”د غرونو پر سر، د دريابونو په منځ او د اسمانونو په پېڅو كې داسې ځاى نه شته، چې موږ له مرګ څخه وژغوري“.
كه انسان په هر ډول پوښ او پرده كې ځان راونغاړي، بيا هم له مرګ څخه نه شي خلاصېدى، خو د ستر خالق د كايناتو او لوى نظام يوازېنى رمز او راز همدغه دى، چې ټول انسانان يې يو ډول پيدا كړي، هغوى چې پاچايان دي، دوې سترګې، دوه لاسونه لري او هغه غريب انسانان هم همداسې دي. نه پاچايان په سرو او سپينو زرو كې ښخېږي، نه غريبان په ايرو كې، كه سړى په ژور نظر وګوري، نو ورته جوته به شي، چې يو انسان پر بل انسان برتري نه لري، يوازې تقوا او عقيده هغه امتياز دى، چې د دغو توكو خاوند انسان په دې سبب تر نورو لوړ باله شي.
لاسټر هم د هغو افغانانو له وطنه دى، چې ځمكه يې په اورونو كې ګلابونه زېږوي او خلك يې په سرو لمبو كې هم د ستر عشق سندرې وايي. په هر حال كې د خپل ننګ پالنه كوي او يوازې د ځان په وير كې نه دى ورك، بلكې د خپلو نورو هېوادوالو لاسنيوى هم كوي او بيا چې يو شاعر وي، هغه خو بيا تر نورو انسانانو زيات حساس وي.
يو شاعر كه د ځمكې په يوه برخه كې وي او د ځمكې په بل سر كې د ظلم ټغر اوار وي، نو بايده ده شاعر دغه حالت در ك كړي او د هغو مظلومو انسانانو ږغ تر نورو خلكو ورسوي، چې حقوق يې تر پښو لاندې كېږي، ځپل كېږي او وژل كېږي. ځكه له شاعر پرته داسې خواخوږى ډېر لږ پيدا كېږي، چې د دغو بېوزلو انسانان ږغ دې واوري. نو دغه شاعر به مو په هغه ليرې پرته سيمه كې څنګه كرار كښېني.

سور لاس
د چا لاس سور په نكريزو، سره پاشي سره ګلونه
زموږ پر كور د غم نارې دي، زموږ په وينو سره لاسونه
مخ د مځكې ټول رنګين شو، په ګلانو پسرلى دى
زموږ په خاوره كې رپېږي، پر قبرو نن بيرغونه
سره ګلان لا تر موږ ښه دي، په اغزو كې هوسېږي
پښتان شول يتميان، چې هرځاى ګرځي زهير زړونه
د هر تن و لاس ته ګورم خوشحالۍ ته منتظر يم
قافلې دي چې تېرېږي، ستا پرمخ پاشي غمونه
ستا د غم افسانې واورم، غرق د اوښكو په سېلاب شم
ټول افغان په غم اخته دى، چې كومه فريادونه
هر خزان وهلې ونه، په بهار سره غوړېږي
تا لا ولې نه غوړېږې، څومره تېر شول بهارونه
هېڅ اميد مې پر زړه نه شته، چې به ستا په غېږه كې خاندم
نن د اوښكو سېلاب يووړل، د نسيم ټول اميدونه.

ګرېوان
ناګهانه مې له سترګو څخه پورته باڼوګان شوه
د صنم د مخ رڼا مې مرغلره پر ګرېوان شوه
سپين بشر يې كړم بدخوانه به ټوله شپه يې وم ملګرى
سحرګه وه رانه لاړه دا زما ډېره ارمان شوه
زه د دې په غم كې ناست وم، چې نسيم راباندې راغى
پرې تازه مې د خزان وهلي زړه ټوله ګلان شوه
ورځ تې تېره لكه ګل كړه، دا بيا هلته راښكاره شوه
شوم خوشحاله چې نن بيا سره يوځاى دوه مينان شوه
نه په ديد د دې مړېږم، نه مجلس كوي ګونګۍ ده
په كتو كتو يې ډوب زما نسيم دواړه چشمان شوه.

په دنيا كې ته نجات ستا د پردي را
بېګانه يم دلته ماته ستا خپلوي را
د غرور تنده مې ماته كړې په زړه كې
خدايه! ما ته په خپل ژوند كې عاجزي را
د حيا پردې پر سترګو راخورې كړه
په دې ژوند كې ماته صبر د زړګي را
چې احساس مې تصور كوي د مينې
ته و ماا ته هغه مينه حقيقي را
چې د هوښ فكر مدهوش شي له خماره
ته و هوښ ته د خمار داسې مستي را
د دوو ورځو تر هستۍ مې نېستي ښه ده
چې ټول عمر وي هستي، داسې هستي را
چې احسان دې ټوله ژوند زه يادومه
دې احسان ته په دنيا كې زنده ګي را
چې د ژوند مقصد حاصل زما نسيم شي
ښه قوت و ښه حكمت پر بنده ګي را.

صالح محمد صالح   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005