Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-01-21  م  خپرندوی : ( خالد هادي حيدري) چا پي بڼه

محمد هاشم ذاكر

دارغند دڅپو ژبه (دوهم ) :
محمد هاشم ذاكر د مولوي لطف الله اخندزاده زوى، په 1356ل كال د زابل ولايت، نوبهار ولسوالۍ په تلېري كلي كې زېږېدلى دى.
په كوټه او مسلم باغ كمپ كې يې ديني زده كړې ترسره كړي. پر دې سربېره يې د قران كريم د ښه قرائت سند هم ترلاسه كړى دى. د دې ترڅنګ په خطاطۍ كې هم ښه قلم او استعداد لري. له درېيو كلونو راهيسې يې په شعر و شاعرۍ پيل كړى، چې د اوسمهالو شاعرانو له ډلې يې د پيرمحمد كاروان، عبدالباري جهاني او دروېش دُراني شعرونه خوښېږي او د پياوړي شاعر ارواښاد مولوي عبدالغفار بريالي شعرونه هم زيات لولي.
د شاعرۍ او تاريخ له مطالعې سره زياته مينه لري او د همدغو كتابونو مطالعې ته زيات پام كوي. خپله يوه ناچاپه شعري ټولګه لري.
ذاكر تل د شعر ملكې ته په داسې جرائت سره ګوري، چې لږ كسان يې د نندارې جوګه كېږي. هغه خپل زړه داسې بسيا كوي، چې نيمه خبره په هنر كې رانغاړي او تر لوستونكو يې رسوي. نيمه نوره بيا په زړه كې ساتي، ځكه نوموړى نه غواړي چې خپل زړه په يوه وار تش كړي، په دې چې كله- كله انسان له خپلو غمونو او د هغو له وفادارۍ سره هم مينه كوي. ليرې نه ده چې ذاكر خپل هنر ته دومره ځواك وروبخښي چې خپل ټول خواږه او ترخه احساسات په كې داسې راونغاړي، چې نه د الفاظو تكرار او يكنواختي ولري، نه يې هم موضوع تكرار وي. ځينې بيتونه يې ډېر عاطفي دي، چې سړى ځان ته راكاږي.
كه څه هم ډېره موده يې په كوټه كې ژوند كړى، خو بيا يې هم د خپل كلي هغه ښايست، ساده والى او له اخلاصه ډك ژوند نه دى هېر كړى، چې د ده فطري څرنګوالى د ده په هنر كې په ډېره ښه توګه ځلېږي.

د ښكلا پلوشې
نن بيا ستومانه اوښكه د بڼو پر سر ويده ده
د غم يوه نغمه د اسوېلو پر سر ويده ده
ساقي! تږي دې ټول هسې تش جام ته په سجده دي
عجبه زمزمه دې د پيالو پر سر ويده ده
په يو ځلي ليدلو يې شيخ تېر كړ له مذهبه
د خال مسته نشه يې د توبو پر سر ويده ده
ګلونه پاڼې پاڼې او ګلڅانګې ماتې شوي
بورا خواره له درده د اغزو پر سر ويده ده
په خپل وجود يې پالي، دغه څه لېونى عشق دى
د خيال پرښته بيا د سرو اورو پر سر ويده ده
له وېرې غوړېدى نه شي تعبير يې شي له حاله
دا څه توره بلا د سرو غوټو پر سر ويده ده
ذاكره! خداى خبر چې بيا به كله سهار كېږي
تياره مو د ښكلا د پلوشو پر سر ويده ده.

لېونتوب
دې لېوني بيا محبت د كوم دلبر نيولى
چې يې سور اور لكه د شمعې پاس پر سر نيولى
مينه شوه مړه، نور ښكلې پېغلې دلته نه رادرومي
ده ناخبره لا هماغه زوړ ګودر نيولى
د كوڅې خلك يې رټي هم يې په كاڼو ولي
ده د جنون په رهبرۍ كې د يار در نيولى
ښه يې ليدل پرون د مينې په تور دار ته ختل
كفن په غاړه يې پر هغه لار سفر نيولى
دغو كږو بڼو د ډېرو سينې وڅيرلې
ده بې پروا د اجل غشو ته ټټر نيولى
ډېر پرې حلال شول، اوس يې هم له څوكې وينې څاڅي
ښه په خندا يې نن په لاس هغه خنجر نيولى

دا لېونتوب به دې ذاكره! شي په برخه اخر
چې دې همدغو لېونيو ته نظر نيولى.

ويرجنې اوښكې
تل به ژړېږي هغه سترګې چې ښكلا وويني
يا د چا سترګو كې پرته مينه حيا وويني
د ژوند خوندونه، لذتونه به ترې هېر شي واړه
چې ستا د خيال او نزاكت لويه دنيا وويني
چې يې پرون ورته درنو لېمو كې ځاى وركړى
لېونى زړه غواړي هغه پرښته بيا وويني
دومره مې نه پرېږدي رقيب ستا په كوڅو كې اشنا!
لكه خروړى سپى چې كلي كې ګدا وويني
همه عالم دې رنګينو ته ښكليه! هسې ښكاري
لكه چې څوك د تورې شپې زړه كې سبا وويني
چې يو ځل سر په سجود كښېږدې په محراب كې د عشق
پاتې نيمګړې به زاهد خپله تقوا وويني
ذاكره! هغه باڼه تل د وير په اوښكو لامبي
چې په خوږو سترګو كې يوځلې خندا وويني.

صالح محمد صالح   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005