|
|
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١ هـ ل | 2008-12-31 م |
خپرندوی : میلمه |
چا پي بڼه |
ای دې افغان بچیه! ای دافغان بچیه
دې مسلمان بچیه
ولې په سروسروسترګو
دلته ولاړ ژړیږې
تانه دي څه ورک شوي
اوتهّ دې چا لټون کړې
لکه چې نه ئې خبر
ته دې خپل ځان له حاله
بابا دې لاړشهید شو
ادې دې مینځه شوله
اوس دې تورمخودرکښې
ژاړي اوتا یادوي
ستا واړهّ خویندې وروڼه
لاړل بمونویوړل
کوردې تباه شوپه اور
کالې ولجه ولجه شو
اوس هم لانه ئې خبر؟
دلته ولاړژړیږې
ستاهم ګناه نشته ده
ستا دې مستیو عمر
دې سوکالیوعمر
لاړلوجنګ اوخوړو
مخ ته ئې غیرت کړودرته
ایمان دې اوپاراؤو
ته ئې کړې ویښ بیداره
دښمن ته ئې توره ورکړه
خپله یو جګ میدان کښې
ستا تماشې ته کښیناست
داصرف ستاسو دین وو
دې دوۍ پرې څه کمیدهّ
مخکښې دښمن ګذارکړو
له شانه دهّ کړې ژوبل
تاخوخپل جنګ اوګاټه
پښتو دې پرې نه ښوده
کورنۍ لاړله ستا
شوه په سرووینو ډوبه
اوته یواځې پاتې
دې دنیا ټول غمونه
اوس درنه هغه دوست هم
مخ په شا واړولو
چې ئې وې تور دې سترګو
تل به ئې دغه ویل
چې زهّ له تا سره یم
اوس خو دې راشې دلته
ستا اوښکې وچې دې کړي
خونه افغان بچیه
دا دسیسې وې ټولې
تهّ ئې برباد کړې راته
اوس نو پالش راواخله
ګرځه بوټان رنګوه
یا بیا بوجۍ کړه پورته
چیرته کباړټولوه
ستا دا نازکې ګوتې
اوس دې لیک پاتې ندي
دنیا کښې اوس هم هرخوا
ستا دې حق چیغې اورم
خودا دې تا دې حق نه
بلکه آچا دې حق دي
څوک چې یهود وي نسلآ
یا نصراني وې په قوم
ستابه څوک غم خوري دلته
ته خوبېوزله مسلم
ته ئې نادار مسلمان
ستا څه حقوق نشته دي
ګرځه کوڅوکښې ګرځه
خپل غم دې خپله کوه
خو ګوره یادوساته
چې بیا به هیڅکله هم
چیرته یواځې په ځان
کله غیرت نه کوې
ځکه وئیلی شي دا
چې دې یو لاس نه کله
څوک پړق استلی نشي
جمیل اخندزاده بېرته شاته
|