Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-01-21  م  خپرندوی : ( خالد هادي حيدري) چا پي بڼه

محمد يونس ذاكر

دراغند دڅپو ژبه ( دوهم ) :
محمد يونس ذاكر د محمد يوسف زوى، په 1350ل/1971م كال د پښين په مچان نومي كلي كې زېږېدلى دى. زده كړې يې په خپل كلي او استوګنځي كې ترسره كړي او اوس هم په ادبي هڅو بوخت دى.
له ډېرو كلونو راهيسې شعرونه لي، چې په يو شمېر خپرونو كې خپاره شوي هم دي. د دې تر څنګ په ادبي او فرهنګي ناستو كې هم ګډون كوي. خو كوم خپور شوى اثر نه لري. ښاغلى ذاكر په شعر كې څه ناڅه مهارت لري، ځكه چې تر يوه حده يې دغه باريكۍ پېژندلي، بيا په نظم كې ډېره ښه تجربه لري.
كه څه هم په شعر كې يې د ځينو نورو كسانو د شعر اغېز تر سترګو كېږي. دى بيا خپل الفاظ بدلوي او تر ډېره حده هڅه كوي، چې موضوع ته هم نوى رنګ وركړي. دى د خپل ولس هر درد او كړاو احساسوي او د يوه برلاسي انځورګر په شان يې تر انځورونې وروسته د نورو نندارې ته وړاندې كوي. دى كه له يوې خوا د ظلم د ناكردو ننداره كوي، له بلې خوا نور خلك دېته رابولي، چې سترګې روڼې كړي او خپل دوستان و دښمنان په ښه توګه وپېژني. دى ځان ويده نه ګڼي، بلكې له خوشال بابا يې لوستي، چې:
شعر له شعور څخه مشتق شوى او راپنځېدلى څيز دى، نو ځكه خو دى بې ربطه توري نه سره كتاروي، نه هم داسې موضوع ته لاس غزوي، چې د ولس له غوښتنو او هيلو سره مغايرت او ليرېوالى لري. كه ذاكر همداسې خپل رياضت ته دوام وركړ او د شعر د سپېڅلو تورو ذاكر پاتې شو، نو كېدى شي په خپلو همزولو كې نور هم وځلېږي او نور هنري جوهر هم خپل كړي.

يادونه
زما په ياد دي زما د سترګو وړاندې
دلته نرګس، دلته غاټول ټوكېدل
تاندې غوټۍ بې نظارې كولې
دلته ګلونه په شبنم لمبېدل
د سهار باد يې زنګولې څانګې
په اميدونو د سبا تخنېدل
  
زما په ياد دي له ما نه هېرېږي
دلته بهار و، په مستۍ وو زړونه
دلته د شنو اوبو ولې بهېدې
ورباندې زاڼو به وهل وزرونه
يو هاى و هوى و، يو مېله وه جوړه
د مطرب ګوتو مستول تارونه
  
غېږه زما تر هندوكش پراخه وه
حوصله لوړه، د پامير تر څوكو
غورځنده مينه د امو څپې وې
يخ اباسين به يې تاوده ساړه كړل
د څه بلاوو ساه پرې وختله
چغې شوې زياتې د جمو تر كوكو
  
چې باد راوالوزي ايرې اوروي
د چا د سوي كور حالونه راوړي
ما ويل ورشه بيا مې څوك سوځېږي
چې يې هوا د غم اهونه راوړي
تا خو زنار د اور راوړى ما ته
ما ويل ځي ما ته هارونه راوړي
  
زما پر غمونو باندې نه وو پېرزو
ستا د ځوانۍ د څانګې مست ګلونه
ما په اعلان، ما په ريا دركول
د پاكې مينې محبت جامونه
لكه غوټۍ په تخنېدلې ځوانۍ
ما دركول د پېغلتوب ټالونه
  
څله مې پاشې پر زخمونو مالګې؟
ولې پرهر كې نشترونه نغاړې؟
زما يې لمبې لا هيرې شوې نه دي
ته مې سكرو ته بيا اورونه غواړې
لكه چې زه درته هېڅ نه ارزېدم
پرې دې ښووم د نيمې لارې، لاړې
  
د ځوانيمرګو ارمانو ماښام كې
انتظار باسم د سحر په هيله
په مات وجود كې پرهرونه شمېرم
تپه تياره كې يم د لمر په هيله
روغ مې هېڅ يوځاى په بشر كې نه شته
اوس لا هم يم د داروګر په هيله
  
ناوخته راغلې، خير راغلې بېرته
اوس دې هم غېږه كې ساتلاى شمه
كه مې ته خپل بولې و ما ته خپل يې
زړې كيسې دې هېرولاى شمه
كه ته مې غېږه كې سجدې لګوې
زه دې هم سترګې مچولاى شمه.

شپه
يو شپه پر لوري د سحر ووتم
توره تياره وه چې مې مخه كړله
روان پر ورانه او اغزنه لار شوم
په ډېره ستړې مې دا لاره وړله
په ګړنګونو، لوړو كوزو ختم
چې كله- كله به مې ساه نيوله
ما ويل شپه كه شي هرڅومره اوږده
زه به خوځېږمه تر خپله وسه
ګوندې ځان ورسوم لوى سهار ته
په دغه هيله به مې لار وهله

  
د رڼا ښار ته تلم تيارو ونيوم
هيله يو تور نشتر راوپېږله
په يو څو تورو كنډوالو ورغلم
په كې پراته وو مړي يو پر بله
راباندې ټول شول د انسان هډوكي
يو غلبله مې تر خوله ووتله
نااميدي مې ارمانونه خوړل
او مجبوريو مې نڅا كوله
له ډېره وهمه زه خوله خوله شوم
وينه مې تن كې ما وېل وچه شوله

  
راته ويل يې دلته څنګه راغلې؟
له كومه خوا يې په كوم خوا روان يې؟
ژوندي خو دلته څوك راغلي نه دي
ته راوستلى دلته كوم ارمان يې؟
تا دا شېلې د وينو نه كتلې
دا چې ته څوك يې او د كوم جهان يې
دلته لېوان دي، انسانان څيروي
لكه چې ته هم په دغه ارمان يې
دلته لېوانو دي جامې اغوستي
ګومان كوو ته هم هغه انسان يې

  
ژبه مې تېره كړه پر وچو شونډو
ما د سفر كيسه بيان كړه ورته
ما ويل زه يم په تلاش د سحر
ما مدعا خپله بيان كړه ورته
يو هيبتناكه غضبناكه كريږه
مې ستړي ژوند، ستړي داستان كړه ورته

  
ويل يې موږ هم دې تكل راوستو
چې دې تيارو ته به رڼا راولو
موږ وېل خوابدي پسرلي ته ورځو
په خړه مځكه به يې بيا راولو
غمو يې وپېږل ترې څاڅي وينې
زهيرو شونډو ته خندا راولو
ورځو جهان ته د خداى روى ګرځوو
په هديرو يې د بابا راولو
په دې تكل له كوره ووتلې
د ناورين مړو ته به ساه راولو

  
خو رښتين خلك حق د ژوند نه لري
شي ورته سپين د داړه مار غاښونه
ورته لېوه غوندې خوله وازه ساتي
ورته تېره كړي وار په وار غاښونه
غواړي ورخوړين كړي د دې خلكو وجود
زامو كې ايښي د ښامار غاښونه
هډونه يې هم كړي ورته دړې وړې
تر غوښو ووځي د خونكار غاښونه
موږ هم څه داسې خلكو يو داړلي
راشه چې كړو يې درته شمار غاښونه.

صالح محمد صالح   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005