Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2008-12-08  م  خپرندوی : میلمه چا پي بڼه

بس يو ته

ته ګلونه ته ښکلا يې
ته زما يې ته زما يې
ته سرويږدی می دخوب يې
هم می دين هم می دنيا يې
کله څيرې ګری ګريوان می
خولګی وازه په خندا يی
کله وژاړې په حال می
غبرګ لاسونه په دعا يې
هم می ټپ د زړه ناسور کړې
هم می درد لره دوا يې
کله ما شل کړې په دوو پښو
کله لاس راکړې امسا يې
هم دلبر يې هم دلدار يې
هم وفا يې هم جفا يې
کله کوڼ شې کله اورې
کله کور کله بينا يې
په هو،نه کی دې حکمت دی
چی لقمان که مسيحا يې

غنی الرحمان   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005