Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-01-14  م  خپرندوی : ليکوال چا پي بڼه

عزیزالرحمن ممنون

عبدالباري جهاني
 د مشکوکاروان له کتاب څخه
 عزیزالرحمن ممنون د پښتوژبی یو حساس لیکوال او د پښتو ژبی د نوی ادب یو پوخ شاعر دی.د عزیزالرحمن ممنون شعر د پښتو په نوی ادب کی د ستاینی وړ ځای او مقام لری. او دی پخپله په خپلی هغی سوانح کی چی عبدالروف بېنوا ته یې لېږلې ده وایی چی په کال دیارلس سوه پنځه لس هجری کی د نڼرهار د سره رود په اولسوالی کی د باغوانیو په کلی کی د قاضی علی احمد خان په کور کی زېږېدلی دی. د عزیزالرحمن ممنون شاعری د یوه حساس شاعر شاعری ده او شعر یې له هره پلوه بېل رڼ لری او په تېره بیا هغه شعر یې چی شاعر ته یې لیکلی دی خاص په اورېدلو او لوستلو ارزی.
 پیالې ته کړڼ ورکړه خیال وپاروه
 چی پاس اسمان هم په گډا راشی
 ستا د پیالې د کړڼ او کړوڼ په ساز کی
 چی کاینات ټول په نڅا راشی
 د نامیندۍ تورو تیارو نه تڼ شوم
 دا وچی شونډی او زیړ رڼ می گوره
 راځه راځه ساقی لږ ورحمېږه
 کږې می سترگی ستا پر لوری دی
 ژبه لرمه خو هیڅ نه وایمه
 دغه پښتو او دغه نڼ می گوره
 د اندېښنو د لاس پنډوکی شومه
 تړلی هیلی می په تا پوری دی
 پیالې ته کړڼ ورکه خیال وپاروه
 چی پاس اسمان هم په گډا راشی
 ستا د پیالې د کړڼ او کړوڼ په ساز کی
 چی کاینات ټول په نڅا راشی
 د گلو ټل د سیند په غاړه غاړه
 غاړه غړۍ د یار د خیال سره وم
 سپینه سپوږمۍ لکه بېړۍ روانه
 پکی رازونه امیدونه پراته
 ستوری په سیند کی پړکېدل نڅېدل
 په مرکه بوخت د جمال سره وم
 خو د سپوږمۍ له خولې نه دا وخته
 چی می دی زړه کی هېر دردونه پراته
 که می لیدلی کیسې تاته وکړم
 ساقی هو تاته بم ژړا راشی
 پیالې ته کړڼ ورکه خیال وپاروه
 چی پاس اسمان هم په کړڼا راشی
 په توره شپه کی چی شبنم ورېږی
 دا ستوری ژاړی په انسان باندی
 ډېری معصومی هیلی خاوری شولې
 نور په ژوندون باندی نفرت وایمه
 د اندېښنو او د غمونو ښکار شول
 راغلل او ولاړل په ارمان باندی
 انسان انسان باندی چی لوبی کوی
 داسی انسان باندی لعنت وایمه
 که د بېوزلو بېوزلی یاده کم
 کاڼی به هم په شور غوغا راشی
 پیالې ته کړڼ ورکه خیال وپاروه
 چی پاس اسمان هم په گډا راشی
 بېوزلی ږغ منځ د سیند ږوږ سره کړم
 خپل احساسات د سیند چپو ته سپارم
 چی څپې زیاتی شی ساحل کوڼ کړی
 جمود خمود ته انقلاب راشی
 زیاتی له وریځو سره نه ږغېږم
 خپلی اسرې به تورو شپو ته سپارم
 زه ابشارونه او وږمې ستایمه
 گوندی می ژوند ته آب و تاب وښیی
 چی شاعر زړه کی می اسره ویښه سی
 د تخیل خولې ته خند راشی
 پالې ته کړڼ ورکه خیال وپاروه
 چی پاس اسمان هم په کړڼا راشی
 ماچی د پوهی بې رحمی ولیده
 نو راته غوره لېونتوب ښکاره شو
 پښې را وباسم له خودۍ نه نوری
 ځم د جنون او د نشې دنیا ته
 چی چاته گټه فایده نه رسوم
 ویښی نه غوره راته خوب ښکاره شو
 چی شنې لوخړی می په مینه مینه
 د زړه نه پورته شی د غم فضاته
 زما د ژوند د بی نظمۍ محفل ته
 چی ناز میکز رحم وفا راشی
 پالې ته کړڼ ورکه خیال وپاروه
 چی پاس اسمان هم په کړڼا راشی
 ستا د پیالې د کړڼ او کړوڼ په ساز کی
 چی کاینات هم په نڅا راشی
 ممنون په خپله سوانح کی لیکی چی د هغه شاعری تصنعی نه ده، بلکه کوم وخت چی ډېر متاثر شی او دا محیط ورته زندان شی نو د تخیل په وزرونو نوری نړۍ ته سیاحت کوی. او یا کله چی ډېر خوښ شی نو هغه وخت یې خیال ښه ښه پروازونه کوی. ممنون وایی د شعر او شاعرۍ په برخه کی دارسطو د دې نظر طرفدار دی چی وایی د شعریت قوه د انقباض او انبساط په وخت کی فعل ته وزی . او که چېری د ښاغلی ممنون د سوما بوټی په نوم شعر را واخلو نو د ده د دې ټولی مدعا ثبوت هم پکښی وینو.
 مغزو کی د یاما جوش او مستی ستا له شرابو
 نشه د انقلاب وې تا نه ویښ وه امیدونه
 لمبې ستا د جذبې په هر ځیگر کی بلېدلې
 په تا کی طبیعت ایښی وه زړه پوری خوندونه
 زاڼو کی د نشې تا به خیالونه زڼول
 د زړه له آیینې نه به دی لیری کړل زڼونه
 داستا د حرارت او د جنبش په احترام
 بل کړی اورپښتانو اریانا کی وه اورونه
 اسمان ستا د پیالې له رشکه اوښکی تویولې
 داستا مستۍ هېر کړی له آمو ځینی موجونه
 چمن کی د سرو گلو د زلمیانو ډله ناسته
 په ناز او په مکیز ورته ولاړی ښکلی نجونه
 زلمیان به په اتڼ وه هم به پېغلی نڅېدلې
 ډولونه ږغېدل او خوځول به یې سرونه
 د زړونو صفایی وه هڼامه وه دخوښیو
 گواه وې پرې سپېدې او د دې مځکی دڼ دڼ غرونه
 په شونډو کی دمینی زمزمې به ږغېدلې
 وه پورته د وحدت او یوالی اوازونه
 غیرت د پښتونوالی لا نشه ستا د خوږو دی
 سوما د قامولی راځه بیا و پاره گنډونه
 داستا په لرغون ژوند او سپېڅلتوب می دی قسم وی
 چی تا سره به نه کړم برابر نور شرابونه
 ټولنه د سهار خوږو وږمو کی دگلانو
 د خیر د رب النوعی په نامه کېدل لمونځونه
 زموږ د لرغون ژوند او پرونی تهذیب مظهره
 جذبات او احساسات می په تا وایی سلامونه
 د ممنون شاعری د وخت شاعری ده . خوږه شاعری او د خلکو په ژبه شاعری ده. هغه ډېر زیات د الفاظو او کلماتو په رڼینیو او ښایست پسی نه دی گرځېدلی. که یې چېری فکر ته یو نیم شاعرانه ترکیب ورغلی دی نو ځان یې نه دی سپمولی او که یې ذهن ته استعارې او ترکیبونه نه دی ورغلی نو بیا یې ځان ډېر پسی خوار کړی نه دی. د ده په خپل قول چی کله غم زور ورباندی کړی دی نو اوښکی یې درېغ کړی نه دی او چی خوشالی ورباندی راغلې ده نو د نورو سره یو ځای یې خندلی دی.خو د شعرونو نه یې دا سی ښکاری چی چندانی د وخت د شرایطو نه خوښ نه دی او تقریبا په هر نظم کی یې شکایت لیدل کېږی . شکایت یې په کنایو کی نه دی پټ کړی او هغه څوک یې نېغ ځان ته متوجه کړی دی چی دی ورنه گیله لری.
 په ژوند می چی تل غم او مصیبت لوبی کوی
 رڼا د هیلو ورکه ده ظلمت لوبی کوی
 سرسامه ژوند کی پروت یم نه پوهېږم چی څه وکړم
 مجبور یمه ترور په ما قسمت لوبی کوی
 هیڅ پوه نه یم چی څوک به د رنځو وکړی دوا
 په ژوند می بېرحمی او قساوت لوبی کوی
 پښتون یم نڼیالی یم ژوند کوم تورو کیږدو کی
 له پوهی بېنوا په ما وحشت لوبی کوی
 د بل په اشاره به د خپل ورور وینی کړم تویی
 تورزن یم تل په ما باندی غیرت لوبی کوی
 په ځوانو امیدونو لړزېدلی احساسات می
 د یاس او دارزو دوزخ جنت لوبی کوی
 ماشوم غوندی گډېږم بې مقصده بې هدفه
 پوه نه یم چی په ما به کوم قدرت لوبی کوی
 ممنونه چی زموږ ژوند به تر څو ځای پر ځای ولاړ وی
 تر کومه به په دې اولس ذلت لوبی کوی

عبدالباري جهاني   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005