دارغنددڅپو ژبه ( دوهم ) :
محمود خان ښادمل د مولوي عبدالحميد زوى په 1358ل/1979م كال د پښين په خيراباد نومي كلي كې زېږېدلى او اوس هم هورې استوګن دى. خپلې زده كړې يې تر دوولسم ټولګي پورې رسولي دي او اوس هم په خپل ادبي تعليم بوخت دى.
له ډېرو كلونو راهيسې يې شعرليكل پيل كړي، خو تر اوسه خپاره شوي نه دي، چې وجه يې په دغه سيمه كې پر ادبي ډګر د ناسمو شرايطو واكمني ګڼلاى شو. ځكه كه دلته خپرونې شته، يا له نورو سيمو څخه ورځي، نو هغه په اردو ژبه دي، چې د پښتومينو اديبانو بشپړه تنده نه شي ماتولاى. هغه خپرونې چې د دوى لپاره وړ او د خوښونې وړ وې، كه څو ګڼې يې خپرې شوي، بيا ژر بندې شوې دي.
كه چېرې په دغه سيمه كې كومه بله داسې خپرونه پيل شي، نو د دغو ځوانانو په روزنه كې به ډېره اغېزناكه تمامه شي، په دې شرط چې دغه ځوانان ورسره همكاري وكړي او مله يې شي.
ښادمل هم په شعر كې له خپلو نورو ملګرو او همزولو رنګ اخيستى، چې شعر يې د دوى شعر ته ورته دى. سړى فكر كوي، چې دى به هم د سندرو په اډانه كې شعر ليكي، خو داسې ښكاري چې دى بيا هم له دغه چوكاټه د وتو هڅه كوي، ځينې شعرونه يې دومره ښكلا لري، چې سړى ډاډه كولاى شي او د ده د نورو هنري پرمختګونو تضمين هم كوي.
كه چېرې يې شعر ليكل پرېنښودل او خپله مطالعه يې همداسې روانه وساتله، نو باور دى، چې زيات مينه وال به يې د شعر نورې نورې بېلګې هم څاري. ده ته د همداسې يوه بري په هيله.
پرديتوب
د بل مځكه، د بل كور دى، مسكيني راته پېغور دى
ټول بدن مې سوى سكور دى، زړه كباب راته بل اور دى
ياران ټول رانه جلا شول، چې زما په حال اګاه شول
خوږ ژوندون نن تريخ زما شو، رقيبان په يوه سلا شو
سترګې ژاړي، بخت مې تور دى
دا ادب چا درښوولى، همسايه په كاڼو ولي
ستا ښه والى چا منلى، هر سړى درپوهېدلى
پر جهان مو بد نوم خپور دى
دغه ستا به پرېږدم كلى، په چمو دې يم پوهېدلى
لږ لا پاته ډېر وخت تللى، بل به جوړ كړمه كور كلى
بيا قسم ستا د لور دى
ګرېوان څيرې زه ملنګ شوم، له رقيب ظالمه تنګ شوم
شوم سوالي كچكول په څنګ شوم، له قسمت سره په جنګ شوم
محمود ځم پاته مې كور دى.
ملګرتيا
كه هرڅو ځنې لاړ شمه يادونه راسره وي
له ما سره د خپل زړګي داغونه راسره وي
چې ګرځمه په غرو كې د كيميا بوټى غواړمه
په سترګو وينم هېڅ نه، توپانونه راسره وي
سرتور سر به ولاړ يمه، ستا نوم به يادومه
كه هرڅو شم پرېشانه طاقتونه راسره وي
سرو شونډو د جانان كړمه زخمي پر سارا خوښ يم
تنها ژوندون كې خدايه! ارمانونه راسره وي
كه هرڅو مړه كومه سره اورونه نه مړه كېږي
محمود شاعر وايمه: تېز بادونه راسره وي.