Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-01-21  م  خپرندوی : ( خالد هادي حيدري) چا پي بڼه

محمود خان محمود

دارغند دڅپو ژبه ( دوهم ) :
محمود خان محمود د موسى خان زوى په 1978م/ 1357ل كال د پښين په مچان نومي كلي كې زوكړى دى. د ساينس ليسانسه دى او له نهو كلونو راهيسې شعرونه ليكي، چې يوشمېر شعرونه يې خپاره شوي، خو تر اوسه يې كوم ځانګړى اثر نه دى خپور شوى. د شاعرۍ تر څنګ نوموړى يو ښه وياند (نطاق) هم دى، چې د ځينو غونډو ويندويي ترسره كوي.
هغه د پښين يو هڅاند ځوان دى، چې پر خپلو ورځنيو مصروفيتونو سربېره خپلې ادبي هڅې روانې ساتي. چې د ”پښتو ادبي ستوري“ نومې ادبي او فرهنګي ټولنې يو فعال غړى هم دى، چې په پښين كې يې دغه ټولنه په پښو درولې او هر مهال خپلې ادبي غونډې او بحثونه كوي. همداراز له نورو فرهنګي ټولنو او اديبانو څخه هم تر خپله وسه مرسته نه سپموي.
شعر يې ساده او روان دى، خو سړى يې كله- كله د ځينو بيتونو مانا ته تم كېږي، له دې كبله په كار ده چې د الفاظو تر څنګ مانا ته هم پاملرنه وكړي، خو دا ستونزه به هم غوڅه شي.
ځينې كسان دا ټينګار كوي، چې شاعران ډېر شوي، موږ يې بايد د لږولو هوډ وكړ، خو بايد يادونه وشي: هغه ملت چې د نويو شاعرانو مخه نيسي، په لوى لاس خپل ادبيات له منځه وړي او له خپلو زړو ادبياتو څخه هم فاصله اخلي. د ښه او بد شاعر پرېكړه بايد وروسته وشي، ځكه هېڅوك هم په لومړي شعر سره خپل استعداد نه شي څرګندولاى. له دې كبله بايد دې ټكي ته هم پام وشي، چې موږ بايد د (شعر) توري په كارونه كې هم غور او احتياط وكړو، نه هر شعر ته ”شعر“ ووايو او نه هم ښه شعر له پامه وغورځوو.
موږ چې د محمود خان محمود شاعري لولو او د ده له سن سره يې پرتله كوو، نو دا هيله كولاى شو، چې لا يې د پرمختګ لپاره ډېرې پېچومې شته او ډېره هڅه ورته په كار ده.

غزل
كه يو څو لمحې ژوندون را آب و تاب شي
اب زر به مې په مينه كې سېراب شي
اپلاتون څه د فلك جستجو كاندي
زنده ګي يې په افكارو كې تراب شي
چې زما په شان يې اور بل په رګو شي
ښه به شي چې پرې نازل داسې عذاب شي
چې د ګلو په رخسار به يې وې اوښكې
دا ډبرې غوندې زړونه دې كباب شي
مات سر خوښ پروت يم دربان ستا په درګاه كې
بيا به ځمه چې دې يا، يا "هو" ځواب شي
د محمود په اندېښنو به باور كاندي
چې تار تار د شاليلا د مخ نقاب شي.

بوډا
يو بوډا و، د ځوانۍ حال يې وايه
ده وېل: داسې پهلوان وم
ما وېل ښه!
ده وېل: تاو به مې برېتونه كړل له جوشه
ما ويل: هېڅ كار به دې نه اخيست له هوښه؛
ده ويل: پورته د ډالډا زمانې ځوانه!
ما ويل: ستا خو هم لاس وختو له ځانه
ده وېل: وايه ځوابونه، روڼ سهار دى
د اخرې زمانې خو دغه كار دى.

سرې اوښكې
غم ته په لپو كې سرې اوښكې د ځوانۍ وركوم
د زړه په وينو امتحان د عاشقۍ وركوم
كه مازيګر اورونه بل كړل، د اسمان تلو كې
دا مې قسم دى، چې به لاس بيا د يارۍ وركوم
د خړو خټو په ځالۍ كې خړ ماران پراته دي
قاتلو سترګو ته درس ستا د بنده ګۍ وركوم
د الله نوم مې اورېدلى دى په پټو سترګو
لكه پرون هغسې مينه پرونۍ وركوم
ژوندون سفر، زه مسافر په ستړو لارو ځمه
پوره به حساب خلكو! د دې مسافرۍ وركوم
دا لارې وينم چې غمونه په كې ډېر مېشته دي
نور به تر څو دلته ثبوت د غلامۍ وركوم
محمود ته مه راوړه حالونه چې حال ډېر خراب دى
ستړو لمسيانو ته لا درس د ازادۍ وركوم.

صالح محمد صالح   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005