یو پرديسې کښې يم خفه دې خپل تقدير ته ژاړم
بل مې تر سترګوسترګو کيږي ستا تصوير ته ژاړم
دا چې په نيمه شپه کښې ناست يم او سلګۍ کومه
ما چې ليدلې وو د هغه خوب تعبير ته ژاړم
څنګه يو ځاي وو څنګه بيل شو د يو بل نه مونږه
د ژوند دا هسې عجيبه غوندې بهير ته ژاړم
داسې خو نه وو خلقه دا په جانان څه وشو نن
هيڅ نه پوهيږم بس د يار دغه تغير ته ژاړم
څومره ساده دې د خبرو چل يي زده نه کړلو
زه خو د ستورې د بې ځايه شان تفسير ته ژاړم
فين لنډ هيلسنکي ۰۲-۰۸-۰۸