کوم يو مين د يار له دره بي له ياره وځي
يو ډله خلک دې روان چې له دې ښاره وځي
هغه خو تل زما دزړه په پرهرو کې اوسي
وخت به پري لګې چې کرار کرار کراره وځي
نور به نو هيڅ څوک دلته خپله څيره ونويني
دلته چيني دې وژل شوي او هنداره وځي
په دغه ځاي کې څوک جانانه پوري نه رسيږي
ها ليوني د مودو پس اوس له دې ښاره وځي