Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2008-12-12  م  خپرندوی : میلمه چا پي بڼه

ساقي

اخ! د ساقي د ميو  جامه  په  تا  څه شوي دې
زما  د  زړه ملا  امامه     په تاڅه   شوي   دې
نن   په  شونډو   اسويلي بيا   عزونې     کوي
اي!د پښتون  زليله قامه  په تا څه  شوي  دې
لکه چې پړک اسمان ته خيژي ته خو داسي ختي
څنګه   راولويدي له بامه په تا څه   شوي  دې
ستا د ياري کيسو له تانه  ښونځى  پاتي کړلو
اي !  په  کلو کلو  ناقامه  په  تا څه   شوي   دې
ستا د کمڅو قوت خو  دومره سيوا شوي نه ؤ
(زيارمل) دې  ووتو له دامه په  تا څه شوي دې

رخمت الله زيارمل   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005