Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2008-12-13  م  خپرندوی : میلمه چا پي بڼه

ليونې

ليونې

 

محبت دې راته څومره ښکلي

نوم راکړ

ليوني

هو زه ليونې يم

ماته ليونې وايي

ځکه

زه نه پوهيدم

چې په دغه  دنيا کې

مينه کول ليونتوب دې

او د ميني

ورستي انجام هم ليونتوب دې

هو زه ليونې يم

ماته ليونې ووايي

اه  ميني راته

څومره ښکلي نوم راکړ

  ليونې

زه اوس ليونې يم

ما کلونه کلونه

ستا د غم سره

لوبي کړي دې

او ډيري شپي او ورځي مې

ستا په انتظار کې ويښي او رڼي تيري کړي دې

او د زړه کلي مي

تل ستا په يادونو اباد ساتلي

زه ليونې يم

ماته اوس خلک ليونې وايي

زه تل په دې فکر کې يم

چې ته زما يي

او داسي راته ښکاري

چې زما مينه زوروره ده

خو دادې کلونه تير شول

ته زما نه شوي

ستا ميني رانه هرڅه هير کړي دې

او د خيال په للمه کې مي يوازي ستا کروندې پرتي دې

چې تل به همداسي زما په زړه کې

شني او سمسوري وي

اوس زه ليوني يم

ماته خلک ليونې وايي

په دې دنيا کې اوس

زه نه خپل او نه پردي لرم

اوس هرڅوک ما لري اوسي

خو يوازي ستا انتظار زما ملګري دې

او اوس هم ستا په مينه پايمه

او په دې خپله ليونۍ دنيا کې مينه لرم

اوله تا سره مينه کوم

ځکه دنيا خو يوازي د کرکې او نفرت دنيا ده

او دلته مين تر خپل جانانه  پوري نه رسيږي

خو خوښ په دې  يم

که ته زما نه شوي ،

خو  

ستا محبت راته

څومره ښکلي نوم راکړ

ليونې

هو زه ليونې يم

ستا ليونې

اوس ماته

خلک ليوني وايې

ايمل مبارز   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005