دراغند دڅپو ژبه ( دوهم ) :
مختار احمد انتقام، د ارواښاد سلطان محمد زوى په 1365ل كال په كندهار كې زېږېدلى دى. په ډېر ماشومتوب كې يې د پلار دروند او بركتي سيورى له سره ليرې شو او د كورنۍ مشرتوب او د اقتصادي ستونزو پېټي د ده پر اوږو بار شول. خو ده په خپل همت او مېړانه تر دې ګړيه د ژوند د ناخوالو مقابله وكړه او هېڅكله هم اورورينو حالاتو ته تسليم نه شو. اوس د ښوونځي د اتم ټولګي زده كوونكى دى، د دې تر څنګ د انګرېزۍ ژبې په زده كړه هم بوخت دى او پر مورنۍ ژبې (پښتو) سربېره يې اردو ژبه هم ښه زده ده.
د ده همت او پراخه سينه د ستاينې وړ ده، چې د ژوند له مشكلاتو سره- سره له شعر سره هم خپله مينه پالي او بيا هم له قلم او كتاب څخه ليرې نه اوسېږي. اوس يې د محمديار تر مشرتابه لاندې ليكګري (خطاطي) هم زده كړي، دى غواړي چې دغه هنر په ټوله مانا زده كړي، شاعر يې هم بده نه ده، سړى ويلاى شي چې دغه هنر يې هم په خټه كې اخښل شوى او كه وروزل شي، نو نوره وده به هم وكړي. په خپله شاعري كې له خپل هېواد سره مينه پالي او كله خو دا مينه تر هرڅه وړاندې ګڼي.
په دې چې هېواد د مور حيثيت لري او هغه كس چې له خپلې مور سره مينه ولري، هغه ته د خپل هېواد مينه هم د قدر او ارزښت وړ برېښي. زيات كسان، په تېره بيا واكمنان د دغه سرلوړي هېواد پر سر ډېرې سوداوې كوي او كړې يې دي. كه چېرې زموږ قلموال ورته ځير نه وي، نو زموږ ژوند به هم د غلامۍ په كړيو كې راښكېل شي.
دلته
دلته هر سړى بيمار دى، چې د عشق نوم يې اخيستى
هر وګړى سر په دار دى، چې د عشق نوم يې اخيستى
چې ليلا ده ځنې وركه، وطنونه پسې غواړي
هر مجنون مو اوس مختار دى، چې د عشق نوم يې اخيستى.
وطنه!
وطنه! ستا په مينه كې شعرونه جوړوم
په زړه كې ستا د مينې ګلزارونه جوړوم
تاريخ مې د پلرو دى د نيكو، دا به لمانځم
خدمت ته دې له ځانه پلانونه جوړوم.
ژوند
دار د خپلواكۍ منم
ژوند د ديندارۍ منم
خانده راته ژاړمه
ټول دې په يارۍ منم
دا وطن
دا وطن د پښتنو دى
د پتمنو ننګيالو دى
دا زما ښايسته وطن دى
كور د مستو توپانو دى
خماريان د خپلواكۍ دي
هر يو وړ د دې جامو دى
چې غليم يې تښتولى
دا لښكر د مېړنو دى
دا ښايسته كندهار ګوره
كور د نرو شازلمو دى
د احمد له تېرې تورې
هر غليم په تښتېدو دى
د مختار زخمي سينه كې
انتقام په خروښېدو دى.
1380_4_21ل كال، كندهار