Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2009-01-06  م  خپرندوی : میلمه چا پي بڼه

هیله

ډیر ستړې شوې یم ساقی لږ څه سکون غواړم
دا بیده عقل را بیدار شو اوس جنون غـــــواړم

اوس دم په دم پیالۍ را لیږه بدل مه غواړه تـــه
ستا د کرم د ریښتینوالۍ دا آزمون غـــــــواړم

تقدیر می پاک کړه بیا له سره یو څه ښه ولیکه
ستا د ازل په ډرامه کی دا بدلون غــــــــواړم

چې د نیکۍ او د بدۍ حساب تر منځه نه وي
او سر تر پایه ګټه زما وی دا تړون غــواړم

سترګی بینا دي خو تیاره ده هیڅ لیدلۍ نه شم
چې لمر بیا ونه لویږي، هسی سباوون غواړم

د ژوند په لاس ټوټه ټوټه شوم له پښو وغورځیدم
مرګیه راشه رغول غواړم ، ســـمون غواړم

د ژوندانه تصویر ده سور: وینه، ځګر او منی
زه یې اوبه، چینه، پسرلي غوندی زرغون غواړم

صدر

لندن   ۲۰۰۸   اکتوبر

صدر   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005