خبری ډیری دي په زړه کی ، افسوس
چی په کلام کی راوستلای نـــشــــــــم
خوبونه ډیر لیدلی ما تیره شپـــــــــــــه
دا کاڼه خلک پوهولای نشــــــــــــــــم
ما مینه کړی ده مـــــــــین یـــــــــــمه زه
ته هسی خوشی افسانی یــــــادوی
ما یی ځځیر او لیونتوب لــــیدلی
د مجنون تیری زمانی یـــــــــادوی
خدای یې چی نه درکوی دغه کړۍ
زه دی په لاس او پښو تړلای نــشم
ما دساقی میـــخانی تشی کړلی
ته ګرځه ګرځه د پــیالو په طمـــع
ما یې په دی نړی سیندونه وڅښل
ته، الطهوره د ویالــــــــــــو په طمع
تا چی هیلۍ غوندی وزرونه کـړی
زه دی نشو کی ډوبولای نـــــــــــشم
خوشحالی څه ده ؟ یو احساس د بشر
څوک په دنیا ، څوک په دلبر خوشحاله
مطرب په چنګ ، هندو په بت نازیــږي
زمونږ ملا ده په منبر خوشحــــــــــــــــاله
زه یم خوشحاله په همدی چی یمه
ځان لکه نورو غولولای نشــــــــــم
صدر
لندن ۲۰۰۹ جون