د مينى دام كى زما د زړګي پښې وښيدى
ستا سترګو كى مى سترګې پښتنې وښويدې
دې درد نغمه رباب كى اړوم را اړوم
له ګوتو نه مى ويني تكى سرې وښويدې
بيلتون د لمر په وړانګوكى هم پټ دى ورپسى
د ګل غيږې ته پرخې لوڅي پښې وښويدې
ساقي ته اندازه می د خمار ولګيده
كه څنګه يی د لاسه پيمانې وښويدې
ستا څوکي باڼو په کې ښخی او که څه
د زړه دى ټپ له سره می پټې وښويدې
خبر نه يم چی څنګه می تقوی را ماتوي
او څنګه می ګوتونه تسپې وښويدې