مورې!
نجېب زاخېلوال/ مالمو، سویډن
مورجانې! تا ته سلامونه درلېږل غواړم
له ډېرې مودې وروسته درته څه ویل غواړم
نن ستړی، ستوړی له کاره راغلم مورجانې
د مساپرۍ دا کېسه درته کول غواړم
ستا تصویرمې ټوله شپه سترګو کې رغړي
رانه ستا په یاد خوبونه لېکل غواړم
چې ناروغ شم مورې! بس يوازې په کټ پروت یم
څوک مې نه وي دپوښتنې تاخبرول غواړم
نه مې دلته څوک د جار نه، د قربان شته مورې!
هاغه تېرشوي وختونه بېرته راتلل غواړم
ستا دې قسم وي ووایه، ځوانیمرګ شې ځویه!
ستا په خوله دا خوندور لفظ اورېدل غواړم
چا ته نارې کم څنګه دا ستا په نوم مورجانې؟
خیرات دې شم ځویه ! هغه بیا اورېدل غواړم
که مې یوځل بيا لکه ماشوم په غېږ کې واخلې
ستا په ټټر کې پرته خپله مینه ليدل غواړم
ګرانې ! ستا دلاس شنې شوتلې، شنه سابه، سوړسک
هاغه دجنت من سلوا بیا خوړل غواړم
بس ته نه يې څلور دېواله تر ما چاپېر دي
ستا په یاد دلته يو څو اوښکې تویول غواړم
که مې یو ځل بيا په الله هو وېده کې مورې!
قسم په خدای که به نو څه ارمان لرل غواړم
لږه راته تم شه، د ژوند پدې اوږده سفر
ستا ددېدن تږی یم په ژوند تا لیدل غواړم
ګرانو لوستونکو سلامونه !
دا چې زه د نثر په میدان کې کشه کړپه کوم او شاعر نه يم، بس دا ځل مې يوازې پدې بانه چې مور ته پېرزونې ډالۍ کړم ، دا ازمینه وکړه٠ هېله ده چې دکمې زياتې دبخښنې به مې پوره وړی کړۍ٠ په ټول پښتون اخلاص