Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-01-21  م  خپرندوی : ( خالد هادي حيدري) چا پي بڼه

معين احمد سهير

دارغند دڅپو ژبه ( دوهم ) :
ملا معين احمد سهير د ارواښاد عبدالرحمان اخند زوى په 1356ل كال د غزني ولايت د ګېلان ولسوالۍ په الخ نومي كلي كې زېږېدلى دى. خپلې زده كړې يې په خپل كلي كې له مولوي محمد حنيف څخه ترسره كړي او اوس هم په خپلو زده كړو لګيا دى. له لسو كلونو راهيسې يې په شعرويلو پيل كړى، چې اوس يې هم دغه لار نه ده پرېښې. څه له پاسه لس شعرونه به يې د نعت ويونكو له خوا ويل شوي وي، په مجلو او ورځپاڼو كې يې هم ځينې شعرونه خپاره شوي دي.
ښاغلى پلار يې د روسانو پرضد جهاد كې شهيد شو او د كور ټولې ستونزې ده ته پاتې شوې، پلار يې د خپل مهال پوره عالم او پوه انسان و. خو له هغه مهاله يې چې د شهادت جنډه هسكه كړه، نوم يې نور هم پر ژبو ولوېد او انساني عظمت يې لا زيات شو، د سهير يوه نېكمرغي همدغه ده، چې د داسې يوه درانه پلار زوى دى. داسې فاضل او عالم پلرونه ډېر لږ پيدا كېږي، چې هم يې علميت زيات وي او هم د مېړانې جذبه ورسره وي.
نوموړى كله- كله شعر ليكي. د يوشمېر شاعرانو په څېر يې له كره كتنې او ګوتنيونې څخه چندانې ښه نه راځي او د خپل شعر كره كتونكى د خپل شعر (وري) ته لېوه ګڼي. نو سهير هم هغه كس زاغ ګڼي، چې د ده شعر ته بېځايه ګوته نيسي. خو په كار ده چې سهير پراخه سينه او لوى زړه ولري، د خلكو ګوتنيونې او نيوكې دې وزغمي. كله چې يې دغه نيوكې واوري، وروسته دې سم او ناسم اړخونه وارزوي، ځكه ټولې نيوكې به سمې نه وي، بلكې نيوكه به په خپله كره كتنې ته اړتيا لري.
نو اوس چې د كره كتنې مساله راغله، زه خو وايم سهير بايد په خپل شعر كې داسې ټكي ونه كاروي، چې سړى قاموس يا سيندګي ته اړتيا پيدا كوي، بلكې الفاظ بايد روان او ښكلي وي. په ژبه درانه پرې نه وځي، بدرنګ څيز تداعي او تمثيل نه كړي، كركپاروونكي نه وي او داسې نور... خو سهير لا ډېر ځوان دى او لږه موده كېږي، چې شعر ته يې مخه كړې ده. كېدى شي په نژدې راتلونكي كې نور هم وغوړېږي، شعر يې ګلالى او په زړه پورى شي.

ارمان
ژبه د سبحان په قناعت كې د حسان په څېر
ما چې دي ليكلي واضح شوي د اسمان په څېر
شعر مې دى اعجاز د مسيحا په څېر علاج لري
لاس د قناعت ورباندې كښېږده د نهجان په څېر
نقش د ډبرې د اوبو كرښه يې مه بوله
ما په تزكيه كې ترتيب كړي د ارمان په څېر
څومره زمزمه چې زما په شعر كې د وادي وله
اوس لا هم مغلوب دي حكمتونه د لقمان په څېر
ولې زما وروركيه! زما پر شعر انتقاد كوې؟
زاغ غوندې ذاكر يې و ګلبڼ ته د خزان په څېر
دا نو د معين احمد سهير په ذكاوت جوړ شو
تا ته مې ثابت كړ د منطق د برهان په څېر.

هدف
نن مې زخمي زړګى رغېږي اشنا
ښكلي هدف ته چې رسېږي اشنا
ستړې ستومانه د تصوير پلوشې
ستا په لمن كې پېروزېږي اشنا
ښكلى هدف بند د غمي پر پلاز
نن په اسانه تصويرېږي اشنا
خزان وهلى د زړګي بوستان مې
ستا په محبت نوى شين كېږي اشنا
دا خوشحالي چې مې نصيب شوه نن ورځ
زخي زړګى مې مرحمېږي اشنا
سهير به ولې نور خندا نه كوي
چې ستړې اوښكې مې وچېږي اشنا.

لوټ
د وصال په تفكر كې هجران لوټ كړم
د ليلا په انځورونو درمان لوټ كړم
كه دردونه د زړګوټي معرفي كړم
د جفا په قدرتونو جهان لوټ كړم
كه مې آه د عرش پر لوري رانه خېژي
د اسمان واړه چرخونو په ځان لوټ كړم
د غيرت نوم مې بدل په بې ننګۍ شو
د بې ننګه احتياجونو ارمان لوټ كړم
په بهار كې د خزان په تېغ زخمي شوم
د ليلا رقابتونو په ځان لوټ كړم
زه حيران يم د رقيب رقابتو ته
په ګلبڼ كې د مرګونو دوران لوټ كړم
د سهير قلمه! نور روح د پسرلي شه
په ژړا او په اهونو دوران لوټ كړم.

صالح محمد صالح   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005