Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2009-02-25  م  خپرندوی : ليکوال چا پي بڼه

امان الله صافی

دوکتور امان الله صافی هغه افغان دی چې د افغاني ادب په اړه یې په عربي ژبه لسګونه مقالې او کتابونه لیکلي دي. د ده د پېژندنې دپاره دا بس دي چې پټه خزانه او د رحمان بابا شعري دیوان یې عربي ته ژباړلي او چاپ کړي دي.

پېژندنه:
دوکتور صافی د کونړ ولایت د پېچ درې د شمونډ په کلي کې زېږېدلی دی. له ویاړه ډک دې افغان لومړنۍ زده کړې په خپل هیواد کې کړي دي او د ۱۹۵۰ ز کال شاوخوا کې د مصر د قاهرې ښار ته د لوړو زده کړو په موخه تللی دی.

په قاهره کې یې د الازهر پوهنتون د عربي ژبې د پوهنځي څخه په ۱۹۵۶ ز کال کې د عربي ژبې او ادبیاتو لیسانس لاس ته راوړ او هماغلته یې زده کړو ته دوام ورکړ. په ۱۹۵۷ ز کال کې یې د تدریس یا ښوونې په رشته کې دپلوم پای پای ته ورساوه.

ځوان صافي په دې بسنه ونه کړه، د الازهر د همدې پوهنځي څخه یې په ادبیاتو او کره کتنه کې په ۱۹۷۱ ز کال کې ماسټري او په ۱۹۷۹ ز کال کې د ادبیاتو او کره کتنې په څانګه کې دوکتوراه واخیسته. وروسته دوکتور صافي د کابل پوهنتون د ادبیاتو او انساني علومو په پوهنځي کې تدریس پیل کړ. بیا مصر ته ولاړ او په قاهره کې یې د الازهر د پوهنتون د انجونو په اسلامي پوهنځي کې تدریس وکړ.

بیا وروسته یې د سعودي عربستان د جدې په ښار کې د ملک عبدالعزیز د پوهنتون د ادبیاتو او انساني علومو په پوهنځي کې د استاذ په صفت کار پیل کړ چې د ژوند تر پایه په همدې پوهنځي کې استاذ و.

نوموړی په ۲۰۰۱ ز کال کې په سعودي عربستان کې موټر وواهه او په وفات یې افغانستان یوه ستره هستي له لاسه ورکړه. لوی الله دې ورته د نوموړي د خدمتونو په مقابل کې جنت فردوس ورکړي. امین.

تالیفات او ژباړې:

خدای بښلي دوکتور صافي د تدریس د سپیڅلې دندې تر څنګ تر دېرشو زیات کتابونه لیکلي او ژباړلي. هغه چې ما ته یې پته ده په لاندې ډول دي:

۱. الخزانةالخفیة
   پټه خزانه

دا دهغه تاریخي اثر عربي ژباړه ده چې افغانان یې د پټې خزانې په نوم پېژني او د افغاني شاعرانو مهمه تذکره ده. دوکتور صافي په ډېره ایماندارۍ دا تاریخي اثر ژباړلی او عربي نړۍ ته یې ورپېژندلی دی. د کتاب په لومړیو شپېتو پاڼو کې یې په افغانستان کې په شته ژبو یوه خوږه لیکنه کړې ده چې هر څوک دا کتاب لولي نو باید چې دا لیکنه هم ولولي.

د دې کتابISBN:۹۷۷-۳۰۵-۲۸۲-۶ دی.  ما سره د دې کتاب یوه نسخه شته دی.

۲. دیوان عبدالرحمن بن عبدالستار الشهیر برحمان بابا
   د عبدالرحمان بن عبدالستار دیوان چې په رحمان بابا شهرت لري.

دا د صوفي او روحاني شاعر رحمان بابا د دیوان عربي ژباړه ده. دوکتور صافي په ډېر مهارت د رحمان بابا دیوان ژباړلی. په لومړي څلور نوي مخونو کې یې په رحمان بابا پېژندنه، د نوموړي په شعري سبک، استاذانو، پیروانو او د هغه د وخت په شاعرانو تفصیلي لیکنه کړې ده.

دا کتاب په ۱۹۹۶ ز کال کې چاپ شوی او ISNB یې ۹۷۷-۱۹-۲۴۵۸-۳ دی.  ما سره د دې کتاب یوه نسخه شته دی.

 ۳. أفغانستان و الأدب العربي عبر العصور
   افغانستان او عربي ادب د وخت په اوږدو کې.

د زرو پاڼو په شاوخوا کې دا کتاب په افغانستان کې د عربي ادبیاتو د اغېزو او تاریخ په اړه معلومات لري. په دې کتاب کې دوکتور صافي د عربانو مختلفې قبیلې چې اوس هم په افغانستان کې اوسېږي معرفي کړي دي. د پښتو او عربي ژبې پرتله یې هم کړې ده او ژبني توپیرونه یې بیان کړي دي. په کتاب کې د هغو افغاني علماو په اړه ډېر معلومات دي چې په عربي ژبه یې لیکنې کړي او یا یې هم اشعار ویلي دي. په افغاني ادب کې د عربي ژبې د اغېزې په اړه دا یو ستر مصدر دی.

 دا کتاب په ۱۹۸۸ ز کال کې چاپ شوی دی. ما سره د دې کتاب یوه نسخه شته دی. د سعودي عربستان د  مكتبة الملك فهد الوطنية په کتابتون کې یې هم یوه نسخه شته دی.

۴. ابو الطیب المتنبي و خوش حال خان (دراسة ادبیة مقارنة)
  ابو الطیب المتنبي او خوشحال خان (ادبي پرتله)

  دا پرتلیزه لیکنه د سعودي عربستان د امام محمد بن سعود د اسلامي پوهنتون په مجله کې په کال ۱۹۹۴ ز د نومبر په ګڼه کې د ۲۹۳ څخه تر ۳۴۳ مخونو کې چاپ شوې ده. د سعودي عربستان د  مكتبة الملك فهد الوطنية په کتابتون کې یې یوه نسخه شته دی.

۵. السيد جمال الدين الأفغانى بين الحقيقة و الإفتراء
   د سید جمال الدین افغاني په اړه رښتیا او درواغ

په دې مهم کتاب کې دوکتور امان الله صافي د سید جمال الدین زوکړه، شخصیت، د ژوند سفر، تالیفات، او اسلامي فکر او دعوت څېړلی دی. په دې کتاب کې نوموړي هغه ایراني درواغو ته ځوابونه هم ویلي دي چې سید جمال الدین افغاني یې ایران ته منسوب کړی دی.

دا کتاب په ۱۹۹۱ ز کال کې چاپ شوی او ۲۳۵ مخونه لري. د مصر د مكتبة الأسكندرية په کتابتون کې یې یوه نسخه شته دی.

۶. نفحات عن تاريخ السيد جمال الدين الأفغانى : منقذ الشرق
     د شرق د ازادونکي (سید جمال الدین افغاني) د تاریخ خوشبویانې

دا کتاب د شرق د پیاوړي افغاني عالم او فیلسوف سید جمال الدین افغاني د ژوند په اړه دی. په دې کتاب کې د سید جمال الدین افغاني د ژوند ځینې پیښې څېړل شوي او کوښښ شوی چې د نوموړي قدرداني په کې وشي.

دا کتاب ۹۲ مخونه لري او په ۱۹۹۱ ز کال کې چاپ شوی دی. دمصر د مكتبة الأسكندرية په کتابتون کې یې یوه نسخه شته دی.

۷. بست و سيستان و أهميتها التاريخية و الأدبية
  بست او سیستان او تاریخي او ادبي ارزښت یې

دا کتاب خدای بخښلي دوکتور صافي په ۱۹۹۱ ز کال کې چاپ کړی دی. په دې کتاب کې په هلمند ولایت کې د بست او د نیمروز ولایت - چې تاریخي نومونه یې سیستان او سجستان دي - د تاریخي شالید برسېره په عربي ادب او علومو کې د دې دوه افغاني سیمو د علماو اغېز او برخه ښه روښانه شوې ده.

په ۱۸۲ مخونو کې د دې کتاب ISBN ۹۷۷-۰۰-۲۱۱۸-۰ دی. ما سره یې یوه نسخه شته دی. د مصر د مكتبة الأسكندرية په کتابتون کې یې هم یوه نسخه شته دی.

۸. الأدب الأفغاني الإسلامي
  افغاني اسلامي ادب

دا کتاب ۳۹۹ مخونه لري او په ۱۹۹۶ ز کال کې چاپ شوی دی. د سعودي عربستان د مكتبة الملك فهد الوطنية په کتابتون کې یې یوه نسخه شته دی.

۹. أفغانیات .. خواطر و إبداعات
   افغانيات .. خاطرې او نوښتونه

  دا کتاب په ۱۹۹۵ ز کال کې چاپ شوی او د سعودي عربستان د  مكتبة الملك فهد الوطنية په کتابتون کې یې یوه نسخه شته دی.

۱۰. د نووي څلوېښتيز  (له عربي څخه پښتو ته ژباړه)
    الأربعون النوویة

دا د مشهور اسلامي کتاب  الأربعون النوویة چې څلوېښت حدیثونه په کې رانغاړل شوي پښتو ژباړه او شرح ده.

دا کتاب ۴۵۰ مخونه لري. د دې کتاب یوه نسخه ما سره شته دی.

۱۱. کونر أرض البطولات و أول الفتوحات
      کونړ: د اتلولیو او لومړي فتوحاتو خاوره

دا کتاب ۱۰۶ مخونه لري او په ۱۹۹۰ ز کال کې چاپ شوی. د مصر د مكتبة الأسكندرية په کتابتون کې یې یوه نسخه شته دی.

۱۲. الشيخ الشهيد جميل الرحمن : موطنه- نشأته- دعوته
     شیخ شهید جمیل الرحمان: اوسیدنځای - ژوند- دعوت یې

دا کتاب په افغانستان کې د روسانو په مقابل کې د افغانانو د جهاد د مرحلې د یو رهبر او دیني عالم جمیل الرحمان بیوګرافي ده.

دا کتاب ۳۵۸ مخونه لري او په ۱۹۹۵ ز کال کې چاپ شوی دی. د مصر د مكتبة الأسكندرية په کتابتون کې یې یوه نسخه شته دی.

۱۳. تأثیر فکر الأفغاني فی فلسفه إقبال
     د اقبال په فلسفه کې د افغاني د فکر اغېزه

په دې کتاب کې خدای بښلي دوکتور امان الله صافي د اقبال لاهوري په فلسفه کې د سید جمال الدین افغاني د فکر په اغېزه لیکل کړي دي.

دا کتاب ۸۱ مخونه لري او په ۱۹۹۵ ز کال کې چاپ شوی دی. د مصر د مكتبة الأسكندرية په کتابتون کې یې یوه نسخه شته دی.

۱۴. ضیاءالدین بن الأثیر ادیباً و ناقداً و بلاغیاً
     ضیاءالدین بن الأثیر ادیب، کره کتونکی او بلاغي

دا د عربي ادیب او ناقد په اړه چې د عراق د موصل په ښار کې په شپږمه هجري پېړۍ کې زېږېدلی و، امان الله صافي مفصله لیکنه کړې ده.

د دې کتاب یوه نسخه ما سره شته دی.

۱۵. معجم الألفاظ العربية في اللغة الأفغانية ( البشتو )
     په افغاني ژبه (پښتو) کې د عربي الفاظو قاموس

 دا کتاب د سعودي عربستان د امام محمد بن سعود د پوهنتون د ژباړې د یوې پروژې برخه ده چې دوکتور امان الله صافي پرې کار کاوه. مخکې له دې چې دا کتاب خپور شي، دوکتور صافی وفات شو او د چاپ چارې یې بل چا ته وسپارل شوې. زه خبر نه یم چې کتاب به چاپ شوی وي او که نه. لکه څنګه چې یې له عنوان څخه ښکاري، په کتاب کې هغه عربي الفاظ راټول شوي چې په پښتو کې تر اوسه کارول کېږي.

۱۶. أفغانستان ... النور و النار
      افغانستان ... رڼا او اور

۱۷. الأدب و مذاهبه  
     ادبیات او مذهبونه یې  (له عربي څخه پښتو ته ژباړه)

۱۸. أفغانستان و اللغة العربیة عبر العصور
     افغانستان او عربي ژبه د وخت په اوږدو کې

پاسني درې کتابونه ما پخپله نه دي لیدلي خو د دوکتور صافي په ځینو کتابونو کې یې یادونه شوې ده.

هلال یاسیني   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005