جنګيالو کې جنګيالي هم دومره نه دي
لا راوړي يې بري هم دومره نه دي
که دا وايو چې دا قوم لا مړ نه دي
خودا هم ده چې ژوندي هم دومره نه دي
چې ددغه خزانونو مخه ډپ کړي
رامعلوم دي دا سپرلي هم دومره نه دي
چې ددي اولس لپاره غږ اوچت کړي
دغه مشر ميړنې هم دومره نه دي.
ته که گراني تش خفه ورپسي نه ئي.
درپسي مړ دولتزئ هم دومره نه دي