Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-01-21  م  خپرندوی : ( خالد هادي حيدري) چا پي بڼه

منشي محمد رحيم كاكړ

دارغنددڅپو ژبه ( دوهم ) :
منشي محمد رحيم كاكړ د ښاغلي عبدالشكور زوى په 1955م/1334ل كال د پښين د خيرابادپه نوي كلي كې زېږېدلى دى. خپلې زده كړې يې هملته بشپړې كړي او اوس خپله رسمي دنده لري، چې د دې تر څنګ يې د شعر و شاعرۍ ډګر هم نه دى پرېښ. رحيم كاكړ هغه خندانه څېره او خوشحال مزاج انسان دى، چې موسكا او ښه چلند يې هر سړى جذبوي.
نوموړى پر ټولنيزو او غزليزو شعرونو سربېره طنزيه نظمونه هم ليكي، چې كله يې خپله دى واوروي، نو خوند يې نور هم ډېر شي.
د استاد بېنوا خبره: ”هو! ځينې پښتانه خواران د خپلې ناپوهۍ له كبله همېشه د بل لپاره استعمال شوي دي او استعمالېږي. پښتانه قوي او پهلوانان دي، مګر د دوى قوت او پهلواني ډېر وخت د نورو د فايدې لپاره صرف شوى دى. پښتانه له جنګه تېښته كوي، مګر جنګ ډېر ځل د نورو د ګټې لپاره وي...“.
منشي محمد رحيم كاكړ هم په دې رمز پوه او خبر دى، نو ځكه د شعر ترخه دارو د هنر په خوږو كې رانغاړي او خپل رنځېدلي قوم او ولس ته يې وړاندې كوي. هغه كه د حالاتو اورونو ته نېغ ولاړ دى، له دې سره- سره يې حقيقت ويل هم نه دي پرېښي.
كه ميرزا اسد الله خان غالب نړۍ د ځان په وړاندې د ماشومانو د لوبې يو كوچنى ډګر ګاڼه، كاكړ بيا په دې ټكي ځان پوه ګڼي، چې دى هم د همدې ټولنې يوه برخه ده او هغه وخت د انساني معنوي تړون له مخې يوه ودانه ټولنه جوړېدى شي، كله چې ټول وګړي بېځايه كينه ګري او تعصبونه پرېږدي. نو بيا به د دغې ټولنې لمن نوره هم سمسوره او ګلورينه شي.

د زړه ژړا
د اشنا له لاسه ژاړي هر سهار زړه
زه به كله پر كرار كړم ناكرار زړه
چې مې هرڅو ډېرې اوښكې باندې توى كړې
ژوندى نه شو لا په اوښكو هغه خوار زړه
غږېده به د بلبل په شان هرچا ته
هم يې وړى و له مانه په ګفتار زړه
دا هرڅو مې زړګى سخت كړ سترګې پټې
اوښكې چېرې درولې وار په وارزړه
زه منشي رحيم كاكړ يې پرېگښووم دى لاړه
په هېچا به كرار نه شي دا بيمار زړه.

لوټ
له واړه زما د زړه ګلان لوټوې
ته خو هغه يې چې خواران لوټوې
زما په خيال چې خزان بيا راغلى
ستا په راتلو زما ګلستان لوټوې
اغياره! بد دې تر ابده بد كړه
پرد سدې لوټ كړل، لېونيان دې لوټوې
څومره ظالم يې دا ظلمونه كوې
ته سرببر او يتيمان لوټوې
منشي رحيم دې نو بيا ځكه وهم
پر جنازه چې مې ګرېوان لوټوې.

ستا سترګې
څومره ښايسته دي دغه ستا سترګې
ولې له ما اړوې بيا سترګې
كه پټې سترګې شي پروا يې نه شته
پټې دې خداى مه كړه اشنا سترګې
پر دنيا ډېرې ښكاره كېږي دوى
خوند راكوي د چا و چا سترګې
خو لېونى او ببرسرى ګرځي
وليدې قيس چې د ليلا سترګې
تا په خندا چې رااړولې تل
نن دې ښكاره كړې په ژړا سترګې
منشي رحيم ډېر پسې ګرځمه زه
كله پيدا كړم د وفا سترګې؟.

صالح محمد صالح   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005