ترك ترك
يوه خبره د باران څاڅكو ته
یوه شیبه نن یو ګړۍ صبر شه
لږ څه په ورو او په ترك ترك ووره
ستا دا تركهار ماته جانان يادوي
ما ته ها شپه او روڼ اسمان يادوي
چې به جانان ګوتې شمېرلې زما
او په كرار به يې ترې ترك ترك وويست
پوښتنه دا د ه
چې دا چل د زما له ياره زده كړ؟
كه د فطرت په يارانه جوړ شوى
مومند بابا ادبي بهير