درته پر لارتوره بلاده ګوره خيال به كوې
يو ستر بيلتون زما اوستا ده ګوره خيال به كوې
كله چي ستا دزنې خال درتخنوم هغه وخت
زه يم باچا باچهي زما ده ګوره خيال به كوې
چي ستا په سترګو كي دحسن يو ستر رول لوبوي
هغه خو ستا ننګ او حيا ده ګوره خيال به كوې
زه له غزلې نه تعويذ درجوړوم وايې خله
وخت شو ناترسه وخت دغلا ده ګوره خيال به كوې
نن عمري لا دځوانۍ پر اوږو سپور خو سبا
وخت يې عبث لكه بوډا ده ګوره خيال به كوې
جنوبی پښتونخوا مسلم باغ