Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2009-04-08  م  خپرندوی : میلمه چا پي بڼه

دعا

شاعر محمد صابربى ريا

 

مور

په  مانې ګرانې  قدرمنې  نازولې  مورى

اى مهربانې دجنت له حوروښکلې مورى

×××××

مورجانې څومره د په خيټه ګرځولې يمه

له  هر آفت نه د په ډيرهنرسا تلې  يمه

په نيموشپوبه ژړيدم تاراته تى را کاوه

روڼي سيزنې کې دڅوڅوځله تړلې يمه

هميش    د   ما  ته  الا هو للو  للو  ويلي

له ستومانې اوبى خوبې به زنګيدلې مورى

اى  مهربانې دجنت له حوروښکلې مورى

 

×××××

مور  جانې تا  خوراته مينه محبت  ښودلې

ستاغيرتي غيږې هميش را ته غيرت ښودلې

ټول ستازحمت وچې له ماڅخه انسان جوړشوى

تاراته هروخت علم  پوهه  انسانيت ښودلې

تاته خالق څومره  عزت او درجې در کړي

ستاقدمولاندې يې ماته هرجنت ښودلې

بلا د وا خلم  غيرتي  زما   اتلې   مورې

اى مهربانې دجنت له حوروښکلې مورې

 

×××××

مورجانې تاراسره څومره تکليفونه کړي

زه چې تيخوروم تاپوره کله خوبونه کړي

که  ته  مړه وې که نهاره هيڅ  پروا د  نوه

ماته دجوړله خپلوغوښوخوراکونه کړي

که ماژړل تاراته هروخت جارقربان ويلي

که مافريادکړې تاهروخت فريادونه کړي

که ماخندل ته راته هروخت خنديدلې مورى

اى  مهربانې   د جنت   له حورو ښکلې  مورى

×××××

 

 

توفيق له خداى غواړم چې زه دستاعزت وکړمه

تا زما  ډيرکړې خدمت چې ستا  خدمت   وکړمه

تاخوپه مينه محبت باندى رالوى کړې يم

زه به ترمرګ درسره  مينه محبت وکړمه

مورجانې ستاحق ترقيامت اداکولې نشم

بيابه هم  زه  بى ريا څه نا څه محنت وکړمه

د پاک الله  په  نيعمتوکې ټول  منلې   مورى

اي  مهربانې د جنت له حوروښکلې مورى

پاى

 

 

ننګرهار، د ملکې ثريا زيارت، دمورورځ

 

محمدصابربى ريا   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005