Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-01-21  م  خپرندوی : ( خالد هادي حيدري) چا پي بڼه

مولوي عبدالعزيز ګدا

دارغند دڅپو ژبه ( دوهم ) :
ارواښاد مولوي عبدالعزيز ګدا د ارواښاد مولوي سلطان محمد اخندزاده زوى، په 1296ل كال د كندهار، ميوند ولسوالۍ په شېرعلي كارېز كې زوكړى دى. له څلېرويشت كلنۍ څخه يې په شعر ويلو پيل كړى و، نوموړي خپلې زده كړې د خپلې سيمې له پوهانو او ملايانو څخه كړي، چې پښين ته يې هم د زده كړو لپاره د سفر موزې په پښو كړي او د پوهې څراغ يې په خپل زړه او ذهن كې روښان ساتلى دى. د نوموړي شعرونه كلاسيكه بڼه لري، چې اكثره يې ديني موضوعګانې څېړلي، غزليزه شاعري يې هم ځانګړى رنګ لري.
دى په 1355ل كال له دغې نړۍ څخه وكوچېد، چې په دې توګه يې ادبي ژوند هم نيمګړى شو او دا ارمان يې هم له ځان سره ګور ته يووړ، چې خپل اثار چاپ او خپاره كړي. د نوموړي شعري اثار د هغه له زامنو سره پراته دي، چې لا يې د خپراوي څه پته نه ده لګېدلې.
د نوموړي ژوند تر يوه حده د كندهار د پياوړي شاعر ملا عبدالغفار بريالي ژوند ته يوڅه ورته والى لري. ځكه هغه هم د خپل ژوند په بهير كې د زده كړې په موخه څو ځلې پښين ته سفرونه كړي وو او ځانګړې شعري قريحه او استعداد يې لاره.
كه چېرې په هېواد كې د دغه ډول ليكوالو او شاعرانو د روزنې او پالنې لپاره نويو موسسو يا ارګانونو فعاليت لرلاى، نو ولې به مو شاعران تر مړينې وروسته ټولنې ته معرفي كېدى؟

ژړا
ارمانجن زړګى مې ډېر لري ارمان ستا
صبر تاب راڅخه وړى دى هجران ستا
لكه بېد د قيس په عشق دې راكج نه يم
يو زه نه يم ډېر په مينه كې سوزان ستا
شپه د هجر تېروم ورځ په ماتم كې
ارمان نه لرم د بېلتون پر ميدان ستا
عرصات مې په فاني دنيا كې وليد
روحانيونو كشولم پر نيران ستا
د اذر مكاتبې ډېر وارخطا كړم
دومره ښه دى چې په لاس مې خنجران ستا
يم په سويري كې د زلفو عدليوو
كه ظلمت دى، په ظلمت كې عدل شان ستا
تر زړګي چې مې ټكړې د وينو غورځي
اړ به نه شم دا كرم بولم پر ځان ستا
پر حالي به مې په جام د وصل راشي
په هر غم پسې ښادي وينم برهان ستا
ضمانت ستا د يارۍ مې مهر كړى
لاله شكر دى چې زه شوم په دوران ستا
مرور مه شې له ما شمسي جهانه!
حرمت نه لرم د هجر پر دكان ستا
موت به راشي موت يې غواړم ستا جامونه
د كوثرو د بوستان و ګلستان ستا
د عبدالعزيز محبوبه! نظر وكړه
يم غرق كړى هغه هجر و توپان ستا.

واك
كه ژړوې مې، كه خندوې مې، ستا اختيار دى
وطن دې خپل دى، خپل دې بازار دى
هرڅه چې حكم دى ستا، قبول پر سترګو زما
پاچهي ستا ده اغا، نه شته تر تا كبريا
مالك د جن د بشر، لوى دې دربار دى
وطن دې خپل دى، خپل دې بازار دى
ستا لپاره په سره اور كې يمه خوشحاله نسكور
هرڅو چې خوار مي مزدور اجرت ډېر دى مذكور
كله دروغ ستا په كلام و په ګقتار دى
وطن دې خپل دى، خپل دې بازار دى
كه عويصات اسهل كه حركات معطل
كه د افعات نزل كه دا حيات اصل
ستا په فرمان هر يو مفطور پر خپل مقدار دى
وطن دې خپل دى، خپل دې بازار دى
رحيق لبان دې رجب د ابلاك كيف ادب
دا امجتهد په تلهب هلاك به نه شي مطلب
ان الابرار لفى نعيم دې اقرار دى
وطن دې خپل دى، خپل دې بازار دى
هرڅه چې ما كړه شنوا شوم ستا د زلفو شيدا
عبدالعزيز بېنوا شي محزون كه سېوا
ولې يو نوم دې غفار، بل دې قهار دى
وطن دې خپل دى، خپل دې بازار دى.

صالح محمد صالح   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005