د وخت طوفان راواخېستم سارانی شوم
دڅنګ ياران راپورې خاندي لېونی شوم
ښېرې او اسویلي مې ټول شو راجمعه
د جانان نوم په خوله راغی ټکنی شوم
چې مې طمعه ستا له دره وکړه یاره
غیرت لاړه، پښتو لاړه، پنجابی شوم
چې مې ستا د غېږ فکرونه کول مدام
د پردیو په لمسون لاړم پردی شوم
ته دبل په مټو مسته زه بې وسه
بي وسي راته پېغور شوه نه سړی شوم
نه د اوربل ګل نه رانجه شوم د ښکلو
نه امېل د چا د غاړې، نه بنګړی شوم
د رقیب په لمسه یار راته اغیار شو
لاړم سپک د باد بڼکه هسې شې شوم
سویډن
٠٦/٠٦/٢٠٠٨