د يو چا فکر مــــــي له ســــره ووت
ايــله می غــشې له ځيګره ووت
ستا قدردان ستا په لېمو پسي مړ
هاغه دی مات زړه دي له دره ووت
د اور کړۍ پـــــــــرموږ را وڅرخېده
ميړه هغه شو چـــــــــې په نره ووت
چې يې د چــم د خلکو نوکي ايستې
اوس هغه غـــــچ له ستمګره ووت
بازيده،ستا پرزړه چې بارغوندي وو
ځنـګه په يوه خوږه خـــــــبره ووت