غزل
زړه مى چى انــــــــډول شى ستاپه سترګو کښى
سره اورونه بـــــــــــــــل شى ستا په سترګو کښى
زه چى سوړنــــــــــــــــــــــــظر وکړم ستا سترګو ته
وشرمــــــــيږى شــــل شى ســــتا په سترګو کښى
جوړبــــــهاربـــــــهار شى ته چى وخـــــــــــــــــاندې
مينه ول پــــــــه ول شى ستــــــــا په سترګو کښى
زه هسى خيجل شمـــــــــــــــــه د ځـــــــــــــــان سره
جوړ بــــــل رنګه چـــــل شى ستاپه سترګو کښى
ځار دى وى قـــــــربان دى وى نــــــــــــــــــظر له تا
نورمى دى خداى مـل شى ستا په سترګوکښى
ځـــــــــــه "دانشه" پـــــريږده ميــــــنه ،ميــــــــنه ده
پريږده چى غــــــــــــزل شى ستا په سترګو کښى