ما اوسپوږمي داوړو په نیمه شپه قیصي کولي
ماورته ډیرژړل اوتش به مي ګیلي کولي
سپوږمی به هیڅ نه وی حیرانه به ولاړه وه ده
مابه فریاد کولو دي به تماشي کولي
زما په زړه به بس غمونه وو اونورڅه نه وه
دی په وریځ کښی ځآن راپټ کړواوتیاري کولي
مابه چی ځان مړه کړو نوبیا به یی مخ راوانړو
مابه له غمه دی تیاروته زمزمي کولي
ټول شپه به می درد سره یوځای تیره کړه
نوره می وس نه وو اوتش به می خیري کولي
چی کله سپین سهاربه راغي رڼایي به راغله
دباغ ګلونو به هم رنګارنګ وږمي کولي
مابه په زړه کښی ویل چی پریږده مینه مه کوه نور
زما زړګی دغه خبری څه ترخي کولي
تقدیره تانه می هم داسی یوګیله وشوله
چی دمطفی پرضد دی هروخت فیصلي کولي