Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-01-21  م  خپرندوی : ( خالد هادي حيدري) چا پي بڼه

نجيبه رشاد

دارغند دڅپو ژبه ( دوهم ) :
نجيبه رشاد د فاضل استاد علامه پوهاند عبدالشكور رشاد لور ده چې په همدې روڼاندې او فرهنګپالې كورنۍ كې يې په 1323ل كال دې نړۍ ته سترګې پرانيستې دي، خپلې زده كړې يې په خپله كورنۍ او تر ډېره كچه له خپل فاضل پلار څخه ترسره كړې دي.
شعر ليكل يې هم د خپل پلار او د كورنۍ د نورو غړو تر څارنې او هڅونې لاندې پيل كړل، چې تر دې مهاله يې ګڼ شعرونه ليكلي دي، كه څه هم شعرونه يې تر مطبوعاتو دومره نه دي رسېدلي، خو بيا يې هم په دې برخه كې خپل قلم نه دى غورځولى، بلكې اكثر وخت چې الهام ورشي نو خپل اندونه او عقايد د شعر په بڼه انځوروي. اوس مهال يې يوه شعري ټولګه چاپ ته تياره ده، چې كېدى شي په نژدې وختونو كې خپره شي.
شاعري يې تر ډېره كچه ملي رنګ لري، چې د هېوادپالنې او كلتورپالنې اړخ په كې غښتلى دى.
په خپلو شاعرانه اندونو كې خلك ملي يووالي او ملت جوړونې ته رابولي چې له جګړې څخه لاس واخلي او ځوان پښت په خپله د خپل هېواد په بيارغونه كې عملاً ونډه واخلي.
د مظلومانو اوښكې انځوروي او د كابل د ورانېدو داستان بيانوي، چې دا غميزه او تېره شوې انسانوژنې د هر احساس لرونكي او كړېدلي شاعر په شعرونو كې له ورايه ښكاري، موږ وينو چې زموږ په ځوانو شاعرانو كې زياتو كسانو دغه اړخ ته پاملرنه كړې او په دې برخه كې يې زيات شعرونه ليكلي دي، چې دغه ډول زيات شعرونه زموږ د پښتو ادبي تاريخ لپاره يو بېل باب دى، چې د شاعرانه ولولو تر څنګ ځينې حقيقي او عيني انځورونه هم لوستونكو ته وړاندې كوي.

ناصره!
د جمال عبدالناصر د مړينې په مناسبت
اى د اسلام پر ننګ مين جمال زمرى ناصره!
د شلم قرن د اسلام د تن زړګى ناصره!
ته د اسلام پر هسك اسمان باندې وې لمر ختلى
پر تا دې اوري رحمتونه پى پر پى ناصره!
ستا له نامه سره دښمن حساسيت درلودى
وې غيرتي ابۍ روزلى مېړنى ناصره!
ها چې په ټول عمر كې تمه ستا د سر درلوده
نن دى خوشحاله، د هغه دښمن زړګى ناصره!
كاشكې خو دا د اجل غشى د رقيب پر زړه واى
ولې ساقي د اجل دركړل تا ته مى ناصره
يوازې نه دى عربي جهان په غم لړلى
ستا جدايۍ كړل په كوكار خپل او پردى ناصره!
ستا د مرګ ږغ مسلمانان ټول په غم وزنګول
ځكه چې نه شته په اسلام كې ستا مخى ناصره!
پښتانه وايي «سل دې ومره يو دې نه مري» د چا
ته وې په ګوته د اسلام كې يو غمى ناصره!
د نجيبې پرمخ د اوښكو پرځاى وينې راځي
د اسلام غم، ستا جدايۍ مې كړ زړه سورى ناصره!.
1349/7/7 خوشال مېنه، كابل

ليكم
نن د قلم په ژبه يو د غم داستان ليكم
د مظلوم اوښكې، سوى آه، څيرې ګرېوان ليكم
د انسان زړه تر كاڼي سخت دى د مظلوم پر حال
د ظالم ظلم پر مظلومو- په هجران ليكم
د مظلومانو پر حال مځكه اسمانونه ژاړي
خو د ظالمو د بېرحمه زړه بيان ليكم
د نور عالم له بېدرديو څخه نه ژاړمه
د خپل ملت يو څو بېدرده افغان ليكم
نه مو د خپل- نه د پرديو څه وفا وليده
د خودغرض مطلب اشنا د دوستۍ زيان ليكم
زما له خپل بخته ګيله شي، نور څه نه وايمه
مځكه ده سخته، لريوالى د اسمان ليكم.
1373/1/25
سيد نور محمدشاه مېنه
كابل

د كابل په ښار كې
خلك په وينو كې لمبېږي د كابل په ښار كې
دنګې ماڼۍ دي چې نړېږي د كابل په ښار كې
د څو خودخواهو جاطلبو د هوس په خاطر
ښكلې ځوانۍ دي چې رژېږي د كابل په ښار كې
نه په ځوانۍ، نه په خواريو د چا ورحمېدل
غواړي خپل جاه ته ورسېږي د كابل په ښار كې
چې په عمرو د دې ملت وينو ته تږي ناست وو
نن يې هغه تنده ماتېږي د كابل په ښار كې
د راكټونو دې باران د طيارو بمباري
خلك له ژونده بېزارېږي د كابل په ښار كې
څلور بجې دي، شپه تياره ده، واوره هم اورېږي
خلك له مېنو روانېږي د كابل په ښار كې
واړه زاړه پلنډې په شا، تورسرې هم ورسره
لوړو ژورو كې غورځېږي د كابل په ښار كې
سر تور سرونه، لوڅې پښې له راكټو تښتېدل
په لار كې ال و مال لوټېږي د كابل په ښار كې.
1372/1/28
سيد نور محمد شاه مېنه
كابل

صالح محمد صالح   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005