Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2009-04-21  م  خپرندوی : میلمه چا پي بڼه

غزل


مړې پښتنه شه راته وگوره
لږه را خوږه شه راته وگوره

ستا دې ساده گۍ پر تا مين کړمه
نوره هم ساده شه راته وگوره

شوې چې د لومړۍ خولگۍ غوښتو سره
هغسې غوسه شه راته وگوره

تا ته چې پر شونډه شونډې کېږدمه
سره شه بيا توده شه راته وگوره

گرانې د بېلتون له زوره نه يمه
راشه راستنه شه راته وگوره

عرفان الله څپاند   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005