دارغند دڅپو ژبه (دوهم ) :
ښاغلى نظرمحمد مجروح د ارواښاد حبيب الله زوى په 1319ل كال د كندهار په سپين بولدك ولسوالۍ كې زوكړى دى. ديني زده كړې يې لږې كړي او له ليك لوست سره يې د مينې او شوق له كبله ځينې شعرونه په يادول، يا به يې هم زمزمه كول. دغو شعرونو د ده زړه ته هم الهام وركاوه، نو ځكه يې دى هم دېته اړ ايست چې شعر ليكلو ته مخه كړي. نوموړى د خپل تخلص په اړه وايي چې د خپل يوه ټپي اشنا په ياد يې غوره كړ، چې وروسته وروسته په همدغه تخلص مشهور شو. كوټې ته يې له كډوالۍ سره- سره خپلو ادبي او فرهنګي هڅو ته دوام وركړ، ښاغلى نظر محمد كه څه هم ډېر كمزورى شوى، خو زړه يې لا ځوان د او هوجره يې له شاعرانه او ادبي بنډارونو تشه نه وي. دى خپله د شعر تر څنګ له فولكلوريكو كيسو سره هم ځانګړې مينه لري، چې په خپله يې هم ډېرې كيسې په ياد كړي، نوموړى ځان ته بېل دريځ او اندود (طرز تفكر) لري، چې په هره وينا او كردار كې يې صداقت او خلوص څرګندېږي. شاعري يې تر ډېره حده ولسي ده، چې د ناسمو حالاتو غندنه، د ظالم ترټنه او د كموسو او بېوزلو انسانانو لاسنيونه يې يو ستر انساني ارمان دى.
څرنګه چې د اوسمهالي ادب او شعر مطالعه يې زياته نه ده كړې، له دې كبله يې شعر دوديزه بڼه لري.
په شعر كې يوه موضوع رااخلي، خو دى د موضوع څرګندولو تر څنګ دا هڅه هم كوي، چې بېل رنګ او جوهر وركړي. هغه د يوې سوځلې شمعې د ژړا او ګداز كيسه كوي، د دې تر څنګ د يوې سوځندې مينې بحث هم رااخلي او په هماغه كيفيت او خوند يې بيانوي، چې د هر چا زړه ورته تخنېږي. كه چېرې د الفاظو په ټاكنه او اوډنه كې له څه غور څخه كار واخلي، نو شعري ښايست به يې نور هم ډېر شي.
وير
كله- كله دې بېلتون پر ما افزون شي
په فراق مې دې جانانه! زړه پرخون شي
شم پر كال له ډېر غم او ډېره درده
چې پر زړه مې شان د وصل هغه يون شي
بل ګړى بيا په عادي صورت كې اوسم
نه پوهېږم چې پرڅه مې دا لمسون شي
ستا د مينې دې رنګه حال ته حيران يم
واقعي خو يو څه شته چې دا مضمون شي
د مجروح عقل به څه نتيجه مومي
چې دې يو ګړى له بله پيوستون شي.
څلوريزه
ستا د هجر سرګذشت مې ورعيان كړ
هغې شمعې په ژړا لوند خپل ګرېوان كړ
دومره وژړېده، وسوځېده، مړه شوه
ځو مجروح يې پر دا خپل ويل پښېمان كړ.
پلوشه
خوبه څه وايم چې څه وو
يو ادا وه، نور څه نه وو
ټوله ډكه يو جذبه وه
ژوند و، مرګ ورته هېڅ نه وو
تاب و توان يې رانه يووړ
تش كالبوت شوم روح به څه وو
يو ادا پُركيفه حال و
رانه وړى يې هرڅه وو
د هغې جذبې له حاله
فراموشه ټول هرڅه وو
زه مجروح ورته حيران شوم
چې دا څه عجب ليده وو.