Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2009-05-10  م  خپرندوی : میلمه چا پي بڼه

وران افغانستان(بې موره ماشوم)

ېو ځل بیا زمونږ وطن ته را څرګند شه پدې لاره

ددردمنو زړو همدرده ښاېسته ښکلېه بهاره

افغانان تل په سوچونو کې د جوړ وطن ارمان کړي

خداېه څوک به ېې ودان کړي په ژړا وي تر سهاره

که هدف د چا په خاوره د شهېد کې امن نه وي

نور خو ته پرې را خطاشې اسماني تندر ګذاره

آبادي خو درنه غواړي ناخبر نه شی ځوانانو

غټ تصمېم ورته پکار ده که وي نن ېا په کراره

دا مې تاسره وعده ده جوړوم به دې وطنه

هم پټۍ درباندې ږدمه افغاني خاورې پرهاره

که دې پرېښده منزل ته به رسېږي دا جمل ده

نور ېې لرې شه له مخې د کوچي د اوښ مهاره

د تېر برم راوستل مونږه بېا خپل وطن کې غواړو

که په مخ کې مو څوک سپر شو نو تېار شه ذوالفقاره

زمونږ وس کې خو څه نشته خو که شته زده کړه تعلېم ده

که مې وس درباندې بر شو نو پرېږدم دې نه اغېاره

د کمېن هېڅ ګمان نشي چې بل څوک به ېې غمخورشي

دوباره وطن ته راشه ددې بڼ اصېل مالېاره

 

نقېب الحمن   کمېن له مالېې وزارت څخه

نقیب الرحمن کمېن   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005