Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2009-05-07  م  خپرندوی : میلمه چا پي بڼه

غزل

غزل

چيناره! هومره دنګې وې زموږ د کلي پېغلې

ساده پاده ملنګې وې زموږ د کلي پېغلې

بس ټولې مازيګر کې به راپنډې په چينه شوې

ښايسته وې غنمرنګې وې زموږ د کلي پېغلې

منګي به وو، کوزې به وې او خړ پړ کميسونه

په خداى که به بدرنګې وې زموږ د کلي پېغلې

د چا ظالم به دا پېغلې په کلي پېرزو نه وې

چيناره! بس نور تنګې وې زموږ د کلي پېغلې

خو اوس اوس نو ها! دنګې پېغلې نشته کلى وران دى

(اثره) څه باننګې وې زموږ د کلي پېغلې

عبدالهادي (اثر)   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005