کوڅه کې
مخې ته راغله خو بدله يې کړه لار کوڅه کې
تيرو بير شو سره ونه شو ديدار کوڅه کې
ما يې زړه کې سل نښې ساتلې دی خو بيا هم
اکثر ورکيږي کليوال سړی د ښار کوڅه کې
دومره ساده هم نه يم پوهيږمه چې ځان تير باسې
چا په روانه باندې لوستی دی اخبار کوڅه کې؟
لکه چې بيا يې د چا غريب مين ادې کړه بوره
خلک را غونډ دی جوړ دی بير وبار کوڅه کې
کور خو په تا کور دی کلی په تا ښکلی دی
په تا جوړ وي تل رنګين بهار کوڅه کې
چوپه چوپتيا ده خاموشي ده چې هغه نشته ده
که نه څومره شور ماشور به وو د يار کوڅه کې
پښتني غرور به مې لا نور څنګه رالاندې شي
پښتنې پيغلې چې خير غواړې د اغيار کوڅه کې
سل چيغې يې وکړې خو يوه سودا يې هم وه نکړه
د بنګړيوالې هم تود نه وو نن بازار کوڅه کې