Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-01-21  م  خپرندوی : ( خالد هادي حيدري) چا پي بڼه

نور احمد فطرت

دارغند دڅپو ژبه ( دوهم ) :
نور احمد فطرت د حاجي بركتخان زوى، په 1978م/1357ل كال په چمن كې زېږېدلى دى، خپلې زده كړې يې په خپله سيمه كې ترسره كړي او له درېيو كلونو راهيسې يې شاعرۍ ته مخه كړې، چې تر دې وړاندې يې د ليكوالۍ ډګر ته ګام ايښى و.
د ده زيات شعرونه او ځينې ليكنې په يو شمېر خپرونو: پالنه، لمبه، هوسۍ، ښكلا او نورو مجلو، ورځپاڼو او مهالنيو كې راغلي، چې اوس هم له زياتو خپرونو سره قلمي همكاري لري. دى په چمن كې له فعالو ځوانانو څخه دى، چې ډېره هيله ورڅخه كېدى شي، ځكه چې د ده غوندې د سپېڅلي احساس خاوندان ډېر لږ پيدا كېږي، چې په ترينګلو حالاتو كې هم د خپلې ژبې د بډاينې او پرمختيا غم ورسره وي. اوس مهال خو زيات كسان خپلې ژبې او خپل ملي كلتور ته خدمت كول هسې بېځايه كار ګڼي او وايي چې هر كس بايد يوازې د ځان د هوساينې غم وكړي، بايد چې خپله مادي لاسته راوړنه زياته كړي، چې ګواكې دا د نېكمرغۍ راز دى. حال دا چې د انسان لپاره معنوي شتمني ډېره نېكمرغي ورپه برخه كولاى شي، چې دا شتمي د انسان په ضمير كې پټه ده، ځينې كسان يې مومي، ځينې كسان يې له ځان سره ګور ته وړي.
همدا وجه ده چې اكثريت ليكواله طبقه له خپل اصلي بهير څخه تر شا كېږي او په نورو ډګرونو كې په كار لګيا كېږي. كېدى شي په دې برخه كې موږ ليكواله طبقه ملامته هم ونه ګڼو، چې زيات شمېر يې اړ دي، خپلې كورنۍ ته حلاله نفقه هم برابره كړي. اوس مهال چې د پښتو او پښتنو د وركاوي لپاره د سيالو ډلو بېسارې هڅه او سيالي روانه ده، زموږ ځوان ليكوال بايد له دغو مضرو بهيرونو څخه خبر شي او كه نور څه نه وي، خپله ژبه او كلتور خو دې له وركاوي څخه وساتي، ځكه چې له دې سره زموږ ملي هويت تړلى دى او بايد چې دغه تاريخي هويت په داسې اسانۍ سره له لاسه ورنه كړو، په دې ډګر كې زموږ نيكونو او پلرونو سرونه بايللي، چې موږ ته يې دا لاسته راوړنه په ميراث پرې ايښې ده او ساتنه يې په كار ده.
شاعران كولاى شي د خپل ملت لپاره داسې پيامونو ته شاعرانه رنګ او بڼه وركړي، چې زموږ نوى نسل او ځوان پښت ته ملي شعور ورپه برخه كړي. دغه راز ليكواله طبقه دې هغه خيانتونه او درغلۍ په ګوته كړي، چې نن د افغانانو پر سر روانې دي.
له يوې خوا مو خواره ژبه په لره خوا كې د اردو ژبې تر استثمار لاندې ساه اخلي او سلګۍ يې دي، دا پلو بيا د ايران په چړو سورۍ- سورۍ او ټپي- ټپي ده. اخر دا خواره او رټل شوې ژبه خو رغول غواړي. د نور احمد فطرت شاعرانه مزاج به خامخا داسې وي، چې د خپل ټوټې- ټوټې هېواد زخمونه به انځوروي او د يوه واحد افغانستان سندرې به راغبرګوي.

سترګې
څه فايده ده چې زه وينم نورې سترګې
زما يادېږي، زما پر زړه دي بورې سترګې
په يوه ديدن به سترګې په سړې شوې
خدايه چېرې، اوس به چا ته ګوري سترګې؟
د ليدلي خوب تعبير مې بل څه نه دى
بيا به زه يم، زما پر خوا به ښوري سترګې
بخته! دا وارې ياري راسره وكړه
چې زه ووينم ښايسته ميخورې سترګې
سپېره لار ده څنګه ناست په انتظار يم
نه راګرځي د ليلا له لوري سترګې.

غزل
پخه شوې وعده ده ستا وفا نه هېروم
زموږ شوې فيصله ده زه به تا نه هېروم
يو سرې شونډې، خالونه، هوسونه د ديدن
بل مړې غمګينې سترګې د ليلا نه هېروم
يادونه دې ساتمه، لارې پلونه دې څارم
زما ژمنه پښتنه ده، ستا ادا نه هېروم
شې كله پټه- پټه د سپوږمۍ په چم اخته
نازونه پټ چمونه به زه ستا نه هېروم.

فطرت
اهونه، فريادونه، شوګيرې كوي فطرت
ځي ستا پر نېغه لاره، ستا كيسې كوي فطرت
جذبه د لېونتوب دې د رښتيا پر لوري ځي
ستا لاره صداقت دى ستا پېښې كوي فطرت
له ښاره زياتې وځي، د بېديا پر طرف ځي
لوڅ سر په اوښكو ژاړي دا وعدې كوي فطرت
د اوښكو سېلابونه جوړ په وينو شول بدل
بس ستا په شان په وينو غړغړې كوي فطرت
د سوال ځواب په هيله د پوښتنې حق لرم
د هجر په تياره كې څنګه شپې كوي فطرت
بېلتونه! كور دې چېرې، ننواتى به درځم
راځه د زور دې نه يم فيصلې كوي فطرت
لمبه دې كړم، ايره دې كړم جنونه د بېديا
د سره تنور ژوندون دى، غلبلې كوي فطرت
كه غرونه، كه رغونه يا بېدياوې د وطن دي
اى ستا د ټولو لارو په دورې كوي فطرت
راځي په خپلو سترګو ژوندون ويني د ژوندون
كيسه د هنګامه د تماشې كوي فطرت.

صالح محمدصالح   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005