غزل
خود به اعلان دپاکې مينې کوم په جار کوڅه کې
رقيب مورچله جوړه کړيده ديار کوڅه کې
چې په ژوندوون مې پښتني غرور راونه وژنې
تنديه مات خو ټيټ نه شې داغيار کوڅه کې
مينه به څه دغيرت واخلي امتحان راځنې
خندان روان يمه مزل کوم د دار کوڅه کې
داورني عشق په لمبوکې به ايره ايره شي
نفرت له دې وېرې کړه خپله کډه بار کوڅه کې
ددې مالت په ثوابونو باندې اور پورې شو
هرڅوک په وياړ دګناهونو کوي شمار کوڅه کې
چې يې کجکول دحماسو نه دټپو نه ډک وو
خپلواکه نشته اوس ملنګ دیکه زار کوڅه کې
خپلواک وطنيار